ميدان ښار (پژواک ١١ زمرى ٩١): په ميدان وردګو کې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې څلور ماين خښوونکي وژل شوي اوبلخوا وسلوالو څلورتنه له تښتولو وروسته وژلي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد د زمري په ١١ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه نهه بجې د نرخ ولسوالۍ د اخندزاده کلا په سيمه کې، هغه مهال رامنځ ته شوه، چې يادو ماين خښوونکو د سړک پر غاړه ماينونه ځاى پرځاى کول.
د سرچينې په وينا، ياد ماين خښوونکي د ايساف ځواکونو لخوا کشف او وروسته يې پرې هوايي بريد وکړ، چې د حضرت الله، شکرالله، قاسم او عين الله په نومونو د همدې ولايت اړوند وسلوال طالبان په کې ووژل شول او تن ټپي شو، چې د ټپي هويت تراوسه نه دى څرګند .
شاهد وايي، چې د وژل شويو کسانو مړي په سيمه کې پراته دي او وسلې او مهمات يې په بريد کې له منځه تللي ، خو يو موټرسايکل يې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلى دى.
د طاهر په نامه د سيمې يوتن اوسېدونکي پژواک ته وويل ، چې په دې بريد کې څلور تنه وژل شوي کسان زيات ټوټه ټوټه شوي دي .
دده په خبره ، چې ياده پېښه د خالدبن وليد لېسې ته څېرمه د اخندزاده کلا په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د يوبل خبر له مخې ، ددولت وسلوالو مخالفينو تېره ورځ مازيګر پنځه بجې د ميدان ښار اړوند د ملاخېلو په سيمه کې څلور تنه عام وګړي له تښتولو وروسته وژلي دي.
د والي وياند شاهد پژواک ته وويل ، چې دغه څلور کسان په يوه کرولا موټر کې له کابل څخه د جلريز ولسوالۍ پر لور روان ، چې وسلوالو په ياده سيمه کې ښکته کړل.
ده زياته کړه ، چې بيا وسلوالو دغه څلور کسان تېره شپه وژلي او نن سهار يې مړي د ميدان ښار د سليمان فارس له لېسې سره اچولي دي .
د شاهد په خبره ، چې وژل شوي کسان ټول ځوانان و د کابل د چهاردهي د سيمې اوسېدونکي و.
دده وويل، چې د پېښې په اړه د امنيتي ارګانونو څېړنې روانې دي .
د سفي الله په نامه د سيمې يوتن اوسېدونکي پژواک ته وويل ، چې دغه څلور تنه وژل شوي کسان نن سهار د سيمې اوسېدونکيو پيدا او بيا يې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړ .
وسلوالو طالبانو تراوسه پورې د يادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي .
د يادونې ده، چې شاوخوا لس ورځې مخکې هم ددولت وسلوالو مخالفينو په جلريز کې د بهرنيو ځواکونو د يوه مرکز (بيس) پنځه افغان کارکوونکي له تښتولو وروسته وژلي و او دغه راز امنيتي ځواکونو په همدې ولسوالۍ کې د عملياتو په ترڅ کې يوه اوونۍ مخکې څلور هغه پوليس ، چې وسلوالو تښتولي و ، راخوشې او يو شمېر وسلوال يې وژلي او ټپيان کړي و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن