مزارشريف (پژواك ١٢ زمرى ۹۱): په بلخ كې د شمال زون د ملي پوليسو اكاډمۍ څه باندې ٢٠٢ تنه د ساتمنې او افسرۍ په برخه كې وروزل.
د دغې اكاډمۍ د ښوونې او روزنې د برخې مسوول عبدالرحمن اقتاش د زمري په ۱۲مه د يادو افسرانو د فراغت په وياړ د غونډې په ترڅ كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه شمېر پوليس نن له دوو مياشتنيو زده كړو وروسته فارغ شول. نوموړي زياته كړه، چې په دغو كسانو كې ۱۰۳ افسران او ۹۹ ساتمنان شامل دي، چې ټولو د ظرفيت د لوړولو برخه كې زده كړې وكړې. د هغه په وينا، يادو فارغينو ته د وسلې كارونې، له ماين سره د چلند او د قانوني چلندونو په برخه كې روزنه وركړل شوې ده. اقتاش وويل: ((دغه كسان د شمال زون د نهو ولايتونو اوسېدونكي دي، چې له فراغت وروسته به د ټول افغانستان په كچه د پوليسو په ليكو كې د هېواد خدمت كوي.)) ۲۸كلن محمدسليم چې له يادې روزنيزې دورې فارغ شوى، ډېر خوښ دى. نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته ډېر په هغو كې برخو كې تدريس شوى، چې يو مسلكي پوليس ورته اړتيا لري. د هغه په وينا، دى به هڅه وکړي، چې د خپلې دندې پر مهال د خپلو استادانو لارښوونو ته په بشپړه توګه پام وكړي، چې په رښتيني توګه د خپلو هېوادوالو خدمت وكړاى شي. د شمال زون د پوليسو د اكاډمۍ مسوول وويل، چې د پوليسو د روزنې يادې اكاډمۍ تر دې دمه ۱۶۰۰ سرتېري د د پوليسو په برخه كې روزلي دي.