کابل (پژواک ١٧ زمرى ٩١): د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نن سهار د ماين په يوه چاودنه کې اته ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاودنه نن سهار پنځه بجې او شل دقيقې د پغمان ولسوالۍ د خالدارۍ په کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د ريموټ کنټرول دغه چاودنه د ملکي وګړو پر يوه کاسټر موټر شوې، چې له امله يې اته تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
خو د پغمان ولسوالۍ د قاضي خېلو د سيمې يوه اوسېدونکي حسيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې ١٢ تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې ټپيان د پغمان ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
حسيب الله وايي: ((ماين اېښودونکي غوښتل چې د ملي اردو پر موټر چاودنه وکړي، خو د ملکي وګړو کاسټر د ملي اردو له موټره مخکې و او د چاودنې ښکار شو.))
د نوموړي په وينا، پوليسو ماين خښوونکى له ريموټ کنټرول سره نيولى دى.
د کورنيو چارو وزارت هم وايي، د سيمې د اوسېدونکو په مرسته ماين خښوونکى نيول شوى او تر پوښتنو لاندې دى.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې دغه ماين د وسلوالو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن