ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د ګوزڼ دوه نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

author avatar
9 Aug 2012 - 15:35
author avatar
9 Aug 2012 - 15:35

اسعداباد (پژواک، ١٩ زمرى ٩١): د کونړ روغتيايي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ګوزڼ دوه نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت هم د دغه ولايت په شيګل ولسوالۍ کې يوه مثبته پېښه ثبت شوې وه.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست د واکسيناسيون د څانګې مسوول محمداسحق د زمري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا دوه پېښې په ناړۍ او اسمار ولسواليو کې ثبت شوې دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو دوو قضيو يو يې د ساو په سيمه کې د کامران په نوم د٢٤ مياشتو يو ماشوم او بله يې د اسمار ولسوالۍ د پيتاو په سيمه کې د جواد په نوم د ١٥ مياشتو بل ماشوم په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

ډاکټر اسحق وايي، چې د اسمار اړوند د ناروغ ماشوم پلار اجازه نه ده ورکړې ،چې ماشومان يې واکسين شي او په اسمار کې له واکسين سره بيا هم ماشوم پر دې ناروغۍ اخته شوى دى.

د کونړ د عامې روغتيا رييس اکټر اسدالله فضلي د يادو پېښو د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې له ١٩٩٩ زېږديز کال راهيسې تر ٢٠١١ کال پورې په کونړ کې د ګوزڼ هېڅ پېښه نه وه ثبت شوې.

خو هغه زياته کړه، چې له تېر کال راهيسې دا څلورمه قضيه ده، چې په دغه ولايت کې ثبتيږي.

نوموړي په دغه ولايت کې د ګوزڼ د پېښو د زياتوالي لامل نا امني او د دغه کمپاين پر وړاندې د ځينو خلکو منفي تبليغاغت وبلل.

ډاکټر فضلي وېره څرګنده کړه، چې که د دغو منفي تبليغاتو مخه ونه نيول شوه، نو په دغه ولايت کې به نورې مثبتې پېښې هم رامنځته شي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دوى کله هم د ګوزڼ د واکسين پر وړاندې ستونزه نه ده جوړه کړې.

هغه پژواک ته وويل: ((که حکومت دا کمپاين نه شي ترسره کولى، طالبانو ته دې پرېږدي چې هغوى يې ترسره کړي.))

خو مجاهد زياته کړه، چې په ځينو سيمو کې حکومت د کمپاين د کارکوونکو په جامه کې خپل استخباراتي کسان سيمو ته لېږي ،چې طالبان يې بيا مخه نيسي.

د واکسيناسيون د څانګې مسوول ډاکتر اسحق وايي، چې د دغه ولايت په سرحدي ولسواليو کې د دولت وسلوال مخالفين او ځينې موافقين يې د ګوزڼ د واکسين پر ضد تبليغات کوي او دا حرام بولي.

د نوموړي په خبره ، چې له همدې امله په دغو سيمو کې ډېر خلک دغه واکسين ته زړه نه ښه کوي، چې بيا دا ډول ناروغۍ ترې پيدا کېږي.

په کونړ کې يادې مثبتې قضيې په داسې حال کې ثبت شوې، چې د روغتيا نړيوال سازمان تېره مياشت اعلان وکړ، چې په سوېلي اسيا هېوادونو (پاکستان، افغانستان او هندوستان) کې په دې وروستيو کې د ګوزڼ پېښې زياتې شوې دي.

سرچينې زياته کړې، چې دوه کاله مخکې په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ٣١ وې ،خو اوس دغه شمېر ٨٠ ته رسېدلى دى.

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.