Language

دماين په چاودنه کې اوو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

غزنى ښار(پژواک٢٠زمرى٩١): د غزني چاوراکي وايې چې په دغه ولايت کې دماين په چاودنه کې اوو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د غزني د والي وياند سباوون د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا پر يولس نيمو بجو د غزني ښار اوړند د قلعه جو په سيمه کې دعامه نظم د  پوليسو پريوه رينجر موټر د سرک د غاړي دماين چاودنه شوى ده .

نوموړي زياته کړه چې په دغه چاودنه کې دوه تنه پوليس وژل شوي او دري نور ټپيان دي.

سباوون وويل،چې ټپيان يې په دې ولايت کې د نړيوالو ځواکونو روغتون ته انتقال شوي دي.

د غه راز د غزني ولايت د ملکي روغتون رېيس ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې دوې ته له دغه چاودنې څخه د دوو پوليسو مړي او پنځه تنه نور په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.

نوموړي وويل ،چې د ټپي شويو پوليسو روغتيايي حالت د ډاډ وړوو او له لومړنې درملنۍ څخه وروسته  په غزني کې د نړيوالو ځواکونو روغتون ته وليږدول شول.

ددغه پيښې يوتن عيني شاهد اختر محمد پژواک ته وويل، يو رينجر موټر چې د غزني د مرکز په لور روان وو، او د عامه نظم پوليس پکې سپاره وو، د قلعه جو په سيمه کې پري د ماين چاودنه وشوه.

نوموړي زياته کړه، (( له چاودنې وروسته سيمه د پوليسو لخوا کلا بنده شوه ، او موږ وليدل چې د پوليسو امبولانسونه د چاو دنې ځاي ته راغلل ، خو نور پوهه نه شو چې څو کسان به مړه او ټپيان وي.))

ديادولو ده ، چې يوه مياشت مخکي هم په دغه سيمه کې د هيک د ولسوال پرموټر د ماين چاودنه شوي وه چې له امله يې د هغه دري تنه ساتونکي ټپيان شوي وو.