لښکرګاه ( پژواک، ٢٠ زمرى ٩١): په هلمند ولايت کې د ماين په يوه چاودنه کې شپږ عام وګړي ووژل شول او يوتن ټپي شو.
دا څرګندونې د هلمند د امنيه قوماندانى د چارو د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتك پژواک خبري اژانس ته وکړې .
ده وويل ، چې ياده مرګ ژوبله نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې په هلمند کې د موسى كلا ولسوالۍ د ده زور په سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ولسي وګړيو پر سراچه موټر د ماين چاودنه وشوه .
هوتك وايي، چې دغه ماين د دولت وسلوالو مخالفينو ځاى پر ځاى کړى دى ، خو ددولت وسلوالو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .