منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ماين په چاودنه کې شپږ عام وګړي ووژل شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۷ کتنې

لښکرګاه ( پژواک، ٢٠ زمرى ٩١): په هلمند ولايت کې د ماين په يوه چاودنه کې شپږ عام  وګړي ووژل شول او يوتن ټپي شو.

دا څرګندونې د  هلمند د امنيه قوماندانى د چارو د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتك پژواک خبري اژانس ته وکړې .

ده  وويل ، چې ياده مرګ ژوبله نن  له غرمې مخکې  شاوخوا نهه بجې په هلمند کې د  موسى كلا ولسوالۍ د ده زور په سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ولسي وګړيو پر سراچه موټر د ماين چاودنه وشوه .

هوتك وايي، چې دغه  ماين د دولت وسلوالو مخالفينو ځاى پر ځاى کړى دى ، خو ددولت وسلوالو مخالفينو تراوسه  په دې اړه څه نه دي ويلي .