واشنګټن (پژواک ٢٥ زمرى ٩١): ټاکل شوې چې د امريکا لوى درستيز جنرال مارټن ډمپسي راتلونکې اونۍ افغانستان ته سفر وکړي.
جنرال ډمپسي چې پرون يې په واشنګټن کې د دفاع له وزير ليون پنيټا سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وينا کوله، وويل، چې د خپل سفر پر مهال به له امريکايي جنرالانو، سرتېرو او افغان چاروکو سره وګوري.
هغه زياته کړه: ((کابل ته د سفر پر مهال به د ايساف له قوماندان جنرال الن او ځينو نويو قوماندانانو سره د وسلوالو طالبانو د کمزوري کولو او د افغان ملي ځواکونو د پياوړي کولو په اړه خبرې وکړم.))
هغه زياته کړه، چې له دغو چارواکو سره به په هره کچه د کورنيو بريدونو د مخنيوي په موخه خبرې وکړي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د افغان ځواکونو له خوا پر ايساف سرتېرو د بريدونو لړۍ تُنده شوې، چې د ايساف له خوا پر دغو بريدونو اندېښنه هم ښودل شوې ده.
جنرال ډپلوسي ويلي، چې په افغانستان کې د ايساف او ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال الن د خپلو لوړپوړو پوځي افسرانو يوه غونډه رابللې، څو پر امريکايي سرتېرو د مخ په زياتېدونکو داخلي بريدونو پر موضوع بحث او خبرې وکړي.
د ايساف د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيله راهيسې د افغان ځواکونو له خوا پر ناټو ځواکونو ٢٧ بريدونه شوي، چې له امله يې ٣٥ سرتېري وژل شوي دي.
د امريکا لوى درستيز وويل، چې د جنرال الن له خوا له راغوښتل شوې غونډې څخه موخه دا ده، چې په دې برخه کې بايد څه اقدامات وشي.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان اړوند وزيرانو هم په دې برخه کې غونډه کړې او پر دې سره غږېدلي، چې په دې برخه کې دوى څه کولى شي.
د يادې خبري غونډې پر مهال د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا وويل، چې ترهګر د پولې له پورې غاړي راځي او دغه کار د ترهګرۍ پر وړاندې روانې مبارزه له ستر ګواښ سره مخ کړې ده.
نوموړى وايي، په دې کې هېڅ شک نشته، چې ترهګر د پولې له پورې غاړې (پاکستان) څخه راځي چې له امله يې ځينې سرحدي ستونزې هم پيدا شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن