Language

په غزني کې د اختر په را رسېدو د خوراکي توکو بيې لوړې شوې

غزني ښار (پژواک ٢٦ زمری ۹۱): په غزني ښار کې د تېرې اوونۍ په پرتله د وچو مېوو، كلچو،كېك او نورو خوراكي توكو بيې لوړې شوي او غزني ښاريان په دې اړه دولتي چارواكي ګرم بولي.

د غزني ښار يوه اوسېدونکي شېرخان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اختر په را رسېدو سره د هر څه بيه دوه برابره لوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه: ((په کور کې مې لېست ونيو، خو کله چې ښار ته راغلم د څېزونو لوړې بيې او پيسو ته چې ګورم، سودا مې نه کېږي، نه پوهېږم چې څه وکړم.))

د هغه په وينا، ښاروالي او نور چارواکي بايد په داسې وختونو کې د هرڅه بيې کنټرول کړي او دوکانداران خپلسريو ته پرې نه ږدي.

تېره اوونۍ په غزني ښار کې د يو کېلو کلچو بيه ٩٠ افغانۍ وه، خو اوس د هماغه کلچو کېلو په ١٥٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د غزني ښار د موى مبارك سيمې يوه اوسېدونكي عبدالله پژواك اژانس ته وويل، چې د هر څېز بيې لوړې شوې او له همدې امله يې څه نه دي اخيستي.

عبدالله په دغه كار سره د غزني ښاروالي پړه ګڼي او وايي، چې په ښار كې د خوراكي توكو بيې د ښاروالۍ د چارواكو له كنټروله وتلې او هر هټۍ وال يې په خپله خوښه پلوري.

په غزني ښار كې يوه هټۍ وال پژواك اژانس ته وويل، كله چې دوى د دوكانونو لپاره مالونه رانيسي، نو هلته يې په لوړه بيه ورکوي او دوى بيا اړ دي چې په لوړه بيه يې پر خلکو وپلوري.

 نوموړي زياته کړه: ((که دا کار ونه کړم، زه تاواني کېږم.))

يو بل هټۍ وال اسلم، چې په غزني كې قصابي لري پژواك اژانس ته وويل، چې نرخونه له دې امله پورته لاړل، چې ښاروالۍ سر نه پسې ګرځوي.

نوموړي زياته کړه: ((تر اوسه موږ ته د ښاروالۍ له لوري كومه نرخ نامه نه ده راغلې او نه كوم پلاوى راغلى دى.))

د غزني ښار يو سوداګر عبدالجبار پژواك اژانس ته وويل، چې د توكو بيې ځكه لوړې شوي؛ چې له دوى څخه په لارو كې څو ځايه پيسې اخيستل كېږي.

عبدالجبار زياتوي: ((زه چې كله له پاكستانه مالونه راوړم، پنځه ځايه له مانه پيسې اخيستل كېږي، نو چې مالونه په لوړه بيه خرڅ نه كړم ماته كومه ګټه نه پاته كېږي.))

بل پلو په غزني كي د سوداګرۍ د خونې مسوول احسان الله بيات پژواك اژانس ته وويل، چې له سوداګرو سره يې خبرې کړې وې، چې اختر په نږدې کېدو سره به بيې نه لوړوي.

هغه زياتوي: ((موږ په غزني كې سوداګرو ته ويلي و، كه هر سوداګر توكي په لوړه بيه وپلورل، هغه به جريمه كېږي.))

د نوموړي په وينا، اوس که چا بيې لوړې کړې وي، نو له اړوندو ادارو سره به يې په ګډه پر ضد اقدامات کېږي.

بل پلودغزني دښاروالۍ رياست چارواکي وايي، چې ټولوهټي والوته يې نرخ پاڼه استولې ده او دوى په دې ورځوکې د خوراکي توکو بيې کنټرولوي.

 دغزني ښاروال سيد عبدالبصير نوري پژواک اژانس ته وويل، چې دى پخپله په بازار کې ګرځي که هر دوکاندار له ټاکلې بيې زياتى وکړ ، جريمه به شي .

Related Topics