Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دولت څلور وسلوال مخالفين ونيول شول

بګرام (پژواک ٢٨ زمرى ٩١): افغان او ايتلافي ځواکونو د تېرو ٢٤ ساعتونو په اوږدو کې د ګډو عملياتو پر مهال څلور وسلوال نيولي، يوه د وسلو زېرمه او يو شمېر ماينونه يې کشف کړي دي.

دغه مطلب په بګرام کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا نن (د زمري ٢٨مه) پژواک خبرى اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلى دى.

 به خبرپانه ويل شوي، چې افغان او ايتلافي ځواکونو د عملياتو پر مهال د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې يو ماين کشف او له منځه يووړ.

دغه راز يادو ګډو ځواکونو په خوست ولايت کې د وسلو او مهماتو يوه زېرمه، چې ماينونه او د جوړولو وسايل يې هم په کې وو. ترلاسه کړې ده.

سرچينه زياتوي، چې د ياد ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د ملي اردو او ايتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کې درې مخالفين هم نيول شوي دي.

سرچينه کاږي، چې له نيول شوو شکمنو کسانو څخه دغه مهال پوښتنې روانې دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په باک ولسوالۍ کې د سړک غاړې يو بل ماين د امنيتې ځواکونو له خوا کشف او شنډ شو.

يادو ځواکونو په داسې حال کې د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ يو ماين خښوونکې نيولى، چې غوښتل يې په دې سيمه کې د سړک پر غاړه ماين ځاى پرځاى کړي.

د خبرپانې په وينا، د هېواد په ختيځ کې د يادو ځواکونو له خوا عمليات اوس هم روان دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.