اسعداباد (پژواک ، ٢٩ زمرى ٩١) : د کونړ ولايت سيمه ييز چارواکي د دې ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شپږو بهرنيو اتباعو په ګډون د ١٢ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکوي .
د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي نن (د زمري په ٢٩مه ) پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه کسان د وټه پور ولسوالۍ د څانګار په سيمه د ايساف ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ ووژل شول .
ده وويل ، چې په وژل شويو وسلوالو کې څلور پاکستانيان ، دوه عربان او يو سيمه ييز طالبان قوماندان ناصر شامل دي .
د والي په خبره ، چې يادې ډلې پر وټه پور ولسوالۍ د بريد پلان درلود.
د ايساف ځواکونو او وسلوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
بلخوا نن ( د زمري په ٢٩ مه ) پاکستانيو ځواکونو يوځل بيل پر دانګام ولسوالۍ ٥٥ توغندي توغولي دي .
د کونړ والي وويل ، چې پاکستانيو ځواکونو د يادې ولسوالۍ پر بيلابيلو سيمو نن توغندي وتوغول ، چې ځاني زيان نلري ، خو خلکو ته يې مالي زيان اړولى دى .
ده وويل، چې د يادو بريدونو له امله يو زيات شمير کورنۍ بې ځايه شوې دي.
د ياد ولايت د چارواکيو په وينا، د روان کال له پيل راهيسې د کونړ پر بيلابيلو ولسواليو د توغول شويو توغنديو له امله لږ تر لږه ١٠ تنه وژل شوي ، له ٣٠ زيات ټپيان دي او ١٤٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن