Language

دغزني خلکو د زلزلې له وېرې شپه په ویښه اوعبادت تېره کړه

غزني ښار(پژواک ۳۰ زمری ۹۱): د غزني ښار او ځينې نورو سیمو خلکو ، تېره شپه د زلزلې  د رامنځته کېدو له ویرې په ویښه اود الله (ج) په عبادتونو تېره کړه.

په غزني ښار کې وروسته له هغه خلک له خپلو کورونو ووتل ، چې د شپې په شاوخوا ١٢ بجو ناپېژانده کسانو په لوډسپيکرونو کې اعلان وکړ ،چې د سهار تر٥ بجو په غزني کې د سختي زلزلې امکان شته او خلک بايد له کورونو ووځي.

دغه اعلانونونه  شېبه په شېبه خپرېدل او خلک هم په بيړه ، بيړه له خپلو کورونو واټونو ته ووتل.

دغزني ښارد شامیر د سیمې اوسیدونکی میرویس چې ټوله شپه يې له خپلې کورنۍ سره د سړک په سر په ویښه تیره کړې، پژواک خبري اژانس ته وویل: ” د شپې پراته وو،چې اعلان وشو، هلئ ژر شئ له کورونو ووځئ، زلزله کیږي.”

دى وايي، کله ، چې له خپلې کورنۍ سره له کوره ووت ، ويې ليدل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر خلک واټونو ته راوتي او د زلزلې په اړه خبرې کوي.

 دده په وینا ، په لوډسپيکرونو کې د زلزلې په اړه اعلانونه پر له پسې خپرېدل ،خو روښانه نه وه ، چې دغه اعلانونه چا کول او دا خبريې له کومې سرچينې ترلاسه کړى و.

هغه وايې ،چي وروسته د جوماتونو ملا امامانوهم ، د جوماتونو د لوډسپيکرونو له لارې اعلانونه کول او له خلکو  يې غوښتل ، چي ژر له  خپلو کورونو ووځي ، ځکه چې د زلزلې د کېدو امکان شته.

تېره شپه نه یواځې دغزني ښاریانو په وېره او ویښه تېره کړه، بلکې د یو شمېر نورو سيمو اوسیدونکي هم له د زلزلې له وېرې له خپلو کورونو وتلي وو.

 د ده يک ولسوالۍ د تاسن د کلي اوسیدونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل:” د شپې څه باندې ۱۲ بجې وې، چې له ښاره مې یو دوست را ته تېلېفون وکړ، او راته يې ويل ،چې ژر شئ له کورونو څخه د باندې ووځئ، زلزله کیږي.”  

عبدالهادي وويل ، چي وروسته ده هم  په کلی کي اعلان وکړاو ټول کليوال له کورونو ووتل او ترسهاره يې په يو ميدان کې د الله ( ج )  په عبادت تېره کړه.

که څه هم د شپې په درېیو بجو په غزني کې يوې سيمه ييزې راډيو وويل ،چې د زلزلې د رامنځته کېدو اعلانونه هېڅ کومې سرچيني نه دي تاييد کړي او خلک بايد خپلو کورونو ته ولاړ شي ، خو  بیا هم خلک له وېرې تر سهاره خپلو کورونو ته ستانه نه شول.

 دغزني امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وويل، دى هم د زلزلې د رامنځته کېدو د اعلانونو د سرچينې په اړه معلومات نه لري.

دده په وينا، امنيتي ځواکونو ټوله شپه په غزني کې د خلکو لپاره د امنيت د ټينګښت هڅې کولې ، تر څو له دې وضعيت څخه څوک ناسمه ګټه پورته نه کړي.