Language

د ده يک اوسېدونکي په لارو کې له نا امنيو اندېښمن دي

غزني ښار (پژواک ٣١ زمرى ۹۱): د غزني د ده يک ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په وروستيو کې له ښار سره تړلي د دغې ولسوالۍ د لويې لارې امنيت خراب شوى او دوى نه شي کولاى، چې د پخوا په څېر ښار ته ډاډه تګ راتګ وکړي.

د غزني د ده يک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي احمدشاه پژواک اژانس ته وويل، چې يوه اونۍ وړاندې د وسلوالو طالبانو او دولت ترمنځ په نښته کې راګېر شوي وو.

نوموړي زياته کړه: ((د دغې لارې امنيت اوس ډېر خراب شوى، څو ورځې وړاندې غزني ښار ته راتلم چې د دې ولسوالۍ د تاسنګ په سيمه کې نښته روانه وه، نږدې وو چې خپل ژوند مې له لاسه ورکړى و.))

د هغه په وينا، څو ځلې د دغې لارې په اوږدو کې د وسلوالو طالبانو او افغان سرتېرو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې او د لويې لارې مسافر په ساعتونو، ساعتونو انتظار باسي.

احمدشاه وايي، چې نه يواځې د لويې لارې امنيت خراب دى، بلکې له يو څو کليو پرته د ډېرى سيمو امنيت هم خراب دى او لارې يې له ماينونو ډکې دي.

نوموړي زياته کړه: ((اوس څوک د خپلو خپلوانو کره نه شي تللى، لارې ټولې له ماينونو ډکې دي او امنيت خراب دى.))

د ده يک ولسوالۍ د روزي کلا د سيمې يوه اوسېدونکي جمعه خان پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه کې ډېرى وخت د وسلوالو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وي او څوک له کورونو څخه نه شي راوتلاى.

نوموړي زياته کړه: ((اوس يو د سيمې غم نه دى، غزني ته چې ځو هم امنيت خراب دى، کله مو طالبان دروي او کله مو هم دولت، هره شېبه د مرګ خطر وي.))

د هغه په وينا، د ده يک ولسوال په غزني کې اوسېږي او ولسوالۍ ته هېڅ نه ورځي او په مياشتو مياشتو يې هم نه دى لېدلى.

د ده يک ولسوالۍ د تاسنګ کلي يو اوسېدونکى عبدالهادي هم د لارې د امنيت او د ولسوال له نه شتون څخه سر ټکوي او وايي: ((د ده يک ولسوال څلور دندې لري، خو د نورو دندو په اړه يې معلومات نه لرم.))

د هغه په وينا، په ولسوالۍ کې څو پوليس پراته دي او هېڅ د ګزمې لپاره او يا هم د پلټنو لپاره له ولسوالۍ څخه نه راوځي.

خو د ده يک ولسوال بيا د خلکو دغه ادعا نه مني او وايي، چې د دغې ولسوالۍ په کليو او غځېدلو لارو کې امنيت ټينګ دى او هېڅ ستونزه نشته.

د ده يک ولسوال فضل احمد ټولواک پژواک اژانس ته وويل: ((يواځې تېره ورځ وسلوالو په ولسوالۍ يو څو توغندي را ووېشتل، خو کله چې پوليس پسې ورغلل هغوى وتښتېدل.))

نوموړي د خلکو دغه خبره، چې ګواکې هغه ډېر وخت په ښار او په ولايت کې وي او ولسوالۍ ته نه ورځي، وويل، چې کله کله ولسوالۍ ته هم ځي.

د ده يک ولسوالۍ د غزني ښار لمرخاته لور ته په ۲۵ کيلومترۍ کې پرته نا ارامه ولسوالۍ ده، چي په ډېر شمېر سيمو کې يې وسلوال طالبان دي.