کابل (پژواک،د وږي لومړۍ نېټه ٩١ ) : د کابل ژوبڼ مسوولين وايي، چې د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې تر ٢٠ زرو پورې خلکو له دې بڼ څخه ليدنه کړې ده .
د کابل ژوبڼ امر عزيز ګل ثاقب د وږي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل ،چې د رمضان په مبارکه مياشت کې هره ورځ تر ٢٠٠ پورې خلکو له دې ژو بڼ څخه ليدنه کوله .
خو هغه زياتوي، چې د کوچني ا ختر په لومړۍ ورځ پنځه زره ، په دويم ورځ اته زره او په درېيمه ورځ اوه نيم زرو خلکو له دې بڼ څخه ليدنه کړې ده.
د ثاقب په وينا، له رمضان څخه مخکې په منځنۍ کچه هره ورځ له يو نيم زر څخه تر دوه زره يورې خلکو له ژوبڼ څخه ليدنه کوله.
نوموړي وويل ،چې د کابل ژوبڼ د اختر په درېيو ورځو کې د ټکټونو د خرڅلاو ، د کانټين او له پارکېنګ څخه پنځه سوه زره افغانۍ عايد ترلاسه کړى دى.
د کابل ژوبڼ امر وايي ، چې د اختر له ورځو وروسته به په نورو ورځو کې هم له عادي ورځو څخه د خلکو د راتګ شمېره زياته شي او امکان لري ، چې عايد يې هم زيات وي .
هغه زياته کړه ،چې له اوو کلونو څخه کم عمره ماشومان وړيا ورتلى شي ، خو له دې پورته د يوه نفر پر سر ټکټ ٢٠ افغانۍ دى.
د نوموړي په وينا، هغه څوک چې په کابل ژوبڼ کې عکسونه اخلي، بايد ٥٠ افغانۍ ورکړي او د بهرنيانو لپاره ١٠٠ افغانۍ ټکټ دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېر کال کابل ژوبڼ ١١ ميليونه افغانۍ عوايد درلود، په داسې حال کې ، چې سږ کال يواځې په پنځو مياشتو کې يې د عوايدو کچه اتو ميليونو افغانيو ته رسېدلې ده.
نوموړى وايي، چې هر کال ددوى عوايد ځکه زياتيږي، چې دوى په کابل ژوبڼ کې د بيارغونې کارونه ترسره کوي، نوي حيوانات او مارغان يې ځاى پر ځاى کړي او نندارچيانو ته يې اسانتياوې برابرې کړې دي.
د هغه په وينا، په ١٣٨٩ لمريز کال کې يې عوايد اووه ميليونه او درې سوه زره او په ١٣٨٨ لمريز کال کې يې عوايد شپږ ميليونه افغانۍ و .
له کابل ژوبڼ څخه ليدونکي وايي، چې په اخترونو او عادي ورځو کې دساعت تيرۍ لپاره دا يواځينۍ ځاى دى.
د کابل ښار يو تن اوسېدونکى عتيق الله ، چې نن له خپلو يو شمېر دوستانو سره يو ځاى دې ژوبڼ ته راغلى و، پژواک اژانس ته وويل، چې دا د تفريح يو مناسب ځاى دى، د پخوا په پرتله منظم شوى دى .
هغه زياتوي ،چې ددې ساحې امنيت هم ښه دى، ځکه خو ډېر خلک له خپلو کورنيو سره دلته راځي.
د کابل ژوبڼ د مسوولينو د معلوماتو له مخې ، په دې باغ کې اوس مهال ٥٥ ډوله حيوانات او الوتونکي، ٤٥ ډوله کبان او حشرې شتون لري .
د ثاقب په وينا، ټاکل شوې، چې د روان لمريز کال تر پايه پورې د زمريانو يوه جوړه، د مارکوپولو هوسۍ، فيل ، زرافه او تمساح له نورو هېوادونو څخه راوړل شي.
د کابل ژوبڼ په ١٣٤٦ لمريز کال کې تاسيس شوى دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن