غزني ښار(پژواک، ٢ وږی ۹۱) : چارواکي وايي، چې د غزني د اندړو ولسوالۍ د پاڅون کوونکيو او وسلوالو طالبانو ترمنڅ څو ساعته درنه جګړه شوې ده.
د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات د وږي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د وسلوالوطالبانواو ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ درنه جګړه شوې ده.
هغه زياته کړه ، داجګړه چې شپږ ساعته يې دوام درلود، د دوو وژل شويو طالبانو جسدونه له وسلو سره په سيمه کې پاتې دي .
د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې ولسي پاڅون کوونکيو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د پاڅون کوونکيو يوه غړي محمدعالم پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى پخپلو سنګرونو او مورچو کې ناست وو، چې د وسلوالو طالبانو لخوا پرې بريد وشو.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې،امنيتي ځواکونو په اندړو ولسوالۍ کې شپږ سوه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ، چې د ولسوالۍ د سينې په يوه جومات کې ځاى پر ځاى شوي وو، کشف کړي دي.
د ملي امنيت رييس وايي ، ددولت مخالفينو غوښتل ، چې د دې توکيو په وسيله تخريبي اعمال ترسره کړي .
د هغه په وينا، له دې توکيو سره په تړاو څوک نه دي نيول شوي ، خو پلټنې روانې دي.