Language

د غزني پخوانى والي فيضان الله فيضان په يوه نښته کې سخت ټپي شو

غزني ښار (پژواک ٣ وږى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني ښار اړونده سيمه کې د افغان ځواکونو او ځانمرګو بريدګرو په نښته کې د غزني پخوانى والي فيضان الله فيضان سخت ټپي شوى دى.

د غزني د ملي امنيت رييس سيد امير شاه سادات د وږي په ٣ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ١٠ بجې د غزني ښار اړوند د پښتون اباد په سيمه کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا مخې ته د کابل – کندهار پر لويه لاره د ملي امنيت ځواکونو او دوه ځانمرګو بريدګرو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، د نښتې پر مهال د غزني د پخواني والي فيضان الله فيضان موټر پر لاره تېرېده، چې له ناڅرګند لوري څخه پرې مرمۍ ولګېدې او دا مهال سخت ټپي دى.

نوموړي زياته کړه، چې د نښتې په پايله کې دواړه ځانمرګي بريدګر ژوندي نېول شوي، چې يو يې په ټپي حالت کې دى.

د دغې پېښې په اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

Related Topics