غزني ښار (پژواک ٣ وږى ۹۱): د غزني د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې کاريزونه يې وچېږي او دوى د کرنيزو اوبو له کمښت سره مخ دي.
د هغوى په وينا،که چېرته د دولت نه پاملرنه همداسې روانه وي، وېره شته، چې ډېر شمېرکارېزونه به وچ شي او له امله به يې د دوى حاصلات په ټپه ودريږي.
د غزني د ګيرو ولسوالۍ د مزدور کلا د سيمې يوه اوسېدونکي نثار احمد پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه کې يو شمېر کاريزونه بيخي وچ شوي او د نورو اوبه هم ډېرې لږې شوې دي.
د ده په خبره، په تېرو څو کلونو کې د دوى سيمې ته د کرنيزو اوبو د کمښت په اړه کوم څوک نه دي ورغلي او نه هم دولت ورسره په دې برخه کې مرسته کړې ده.
نوموړي زياته کړه: ((په سيمه کې مو ناامني هم د دې سبب شوې، چې په کارېزونو کې مو اوبه وچې شي، ځکه له يوې خوا دولت زړه نه شي ښه کولاى چې سيمې ته د مرستو په موخه راشي او له بلې خوا وسلوال طالبان خلک نه پرېږدي، چې د مرسته شويو غنمو په بدل کې په کاريزونو کې کار وکړي.))
نثار احمد وايي، چې که يې په سيمه کې وسلوالو طالبانو خلکو ته د دې اجازه ورکولاى، يو به د دوى روزګار هم ورسره جوړ واى او بل به د کارېزونو اوبه هم له وچيدا سره نه مخ کېدى.
دى زياتوي: ((اوس د خلکو هېڅ اميد نشته، چې څه وکري، ځکه اوبه نشته، که يې وکري هم کوم حاصلات نه ورکوي، هغه د کرلو لګښت ورباندې اضافه دى، هر کال د کاريزه اوبه ښکته کېني، خو کوم چا يې غم ونه خوړ.))
د هغه په وينا، شاوخوا دېرش کاله بزګري يې کړې ده او کوم حاصلات، چې ده پخوا له خپلو کروندو اخيستل، اوس د هغو پنځمه برخه هم نه اخلي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ د زاړه ښار د سيمې يو کروندګر خوځک هم پژواک اژانس ته وويل، چې دوه کاله وړاندې د دوى يو کارېز وچ شو او له خاورو ډک دى.
نوموړي زياته کړه: ((کارېزونه ټول وچ شول، دولت مو په سترګو نه دى ليدلى، چې راشي او د کارېزونو پوښتنه وکړي، ټول خلک اوس غنم په بازارونوکې اخلي.))
خوځک وايي، چې که دولت د دغې ولسوالۍ د سردې بند، چې يو له مهمو او لويو بندونو څخه دى، جوړکړي او اوبه يې د اندړو سيمو ته خوشې کړي،د دوى کارېزونه به دويم ځلې اوبه پيداکړي.
د ده په خبره، د سردې بند له اوبو سره به د دوى د سيمې د کروندګرو په حاصلاتوکې ۷۰ سلنه ډېر والى راشي.
د سردې بند د سيمې اوسېدونىکى محمدالله بياوايي، چې که دولت د دغه بند اوبه خلکو ته نه ورکوي، پخپله دې ورته حاصلات ورکړي.
نوموړي وويل: ((پخوا به دولت دغه بند ته غنم کرل، د کال په وروستيو کې به يې ترېنه له ۸۰ زرو ټنو نېولي تر سل زره ټنو غنمو حاصلات اخيستل او يا به يې ورته لمر ګلې کرلې.))
د هغه په وينا، خو اوس يې نه په خپله دولت کري او نه يې هم خلکو ته ورکوي، اوبه يې کله کله بي ځايه ولاړې شي او ډېرى وخت بندې وي.
څه موده وړاندې د غزني والي موسى خان اکبرزاده ويلي وو، چې ډېر ژر به د سردې بند پروژه فعاله کړي او د اندړو ولسوالۍ ټول کروندګر به وکولاى شي، د دغه بند له اوبو څخه ګټه واخلي، خو تراوسه يې پرې کار نه دى پيل کړى.
د اب بند ولسوالۍ اوسيدونکي هم په خپله ولسوالۍ کې د کارېزونو د وچيدا خبره کوي او وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې له شپږو ډېر کاريزونه وچ شوي دي.
د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکي لعل پاچا پژواک اژانس ته وويل: ((۲۵ کاله مې بزګري وکړه، خو اوس مې ورنه لاس اخيستي او لامل يې هم د کارېزونو وچيدل دي.))
د هغه په وينا، سږ کال يې د کارېز اوبو ته غنم او نور حاصلات کرلي وو، خو اوبه ډېرې لږې وې او د ګټې پر ځاى يې زيان ورته پېښ کړ.
که څه هم تېر کال د غزني په يو شمېر سيمو کې د دولت له لوري هغو خلکو ته، چې په کارېزونو کې يې کار کاوه، د ورځې دوه يا درې کيلو غنم ورکول، خو په ډېرۍ سيمو کې وسلوالو طالبانو د دغه کار مخنېوى وکړ.
بل خوا د غزني ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي هم د کروندګرو دغه ستونزه پر ځاى بولي او وايي، چې په غزني کې په وروستيوکلونو کې وچکالي د دې سبب شوې، چې يو شمېر کارېزونه وچ او يا يې هم اوبه ټيټې شي.
د غزني د کرني رييس سلطان حسين عباسيار پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د کروندګرو دغه ستونزه موږ وزارت ته لېږلي، هر وخت چې د هغوى له لوري امر راغى موږ به ورباندې کار پيل کړو.))
د هغه په وينا، څو ځلې يې په دې اړه په غزني کې د برېښنا او اوبو رياست سره هم خبرې کړي دي، خو هغه يې کله په يوه او کله په بله پلمه تېر باسي.
نوموړي زياته کړه، چې تراوسه يې د غزني په ده يک او ناور ولسواليو کې درې لوى د اوبو د ذخيره کولو بندونه جوړکړي دي.
عباسيار وايي، چې په راتلونکې کې هم په پلان کې لري، چې داسې لوى لوى بندونه ورغوي، خو دا روښانه نه ده، چې څه وخت به دا کار ترسره کيږي.
د يادونې ده، چې د غزني ولايت نږدې د ۱۲ ولسواليو اوسيدونکي په خپلو سيمو کې د کارېزونو د وچيدا او د کرنيزو اوبو دکمښت خبره کوي.