Language

په کاپيسا کې درې پوليس ووژل شول

محمود راقي (پژواک ٣ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي دي.

د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان شېرشاه يوسفزي د وږي په ٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا درې بجې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د سړک د غاړې   ماين چاودنه شوې ،چې له امله يې ياد پوليس وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه،چې چاودنه د تګاب ولسوالۍ اړونده د کورغل په سيمه کې د دوى د ولسوالۍ پر پوليسو ترسره شوې ده.

د هغه په وينا، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ولسوالۍ پوليس په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو.

امنيه قوماندان وويل، چې د چاودنې له امله د پوليسو رېنجر موټر هم په بشپړه توګه ويجاړ شوى او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددغې پېښې مسووليت منلى او وايي، چې په ياده چاودنه کې يې څلور پوليس وژلي دي.

Related Topics