محمود راقي (پژواک ٣ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي دي.
د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان شېرشاه يوسفزي د وږي په ٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا درې بجې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې ،چې له امله يې ياد پوليس وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه،چې چاودنه د تګاب ولسوالۍ اړونده د کورغل په سيمه کې د دوى د ولسوالۍ پر پوليسو ترسره شوې ده.
د هغه په وينا، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ولسوالۍ پوليس په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو.
امنيه قوماندان وويل، چې د چاودنې له امله د پوليسو رېنجر موټر هم په بشپړه توګه ويجاړ شوى او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددغې پېښې مسووليت منلى او وايي، چې په ياده چاودنه کې يې څلور پوليس وژلي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن