کابل (پژواک ٤ وږى ٩١): نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړى، چې پر شمالي وزيرستان د امريکا په پروني بې پيلوټه هوايي بريد کې د نورو کسانو ترڅنګ د حقاني زوى بدرالدين حقاني هم وژل شوى دى.
د شمالي وزيرستان ځايي چارواکو پرون ويلي وو، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکو پر يو وخت د شمالي وزيرستان له مرکز ميرانشاه څخه ٦٠ کيلومتره لرې د شوال سيمې پر درېيو ساحو هوايي بريدونه کړي دي.
د دولتي سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې ١٨ وسلوال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيا دي.
که څه هم په رسمي توګه تر اوسه د وژل شوو کسانو هويت نه دى په ډاګه شوى، خو امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز خبر ورکړى، چې د پرونيو بريدونو په وژل شوو کې د حقاني شبکې عملياتي قوماندان بدرالدين حقاني، چې د دې شبکې د مشر سراج الدين حقاني ورور دى، هم وژل شوى دى.
ورځپاڼې د امريکايي سرچينو په حواله ليکلي، چې دوى په دغه هوايي بريد کې د يوه مهم وسلوال د وژلو راپور ترلاسه کړى و، وروسته معلومه شوه چې هغه بدرالدين حقاني دى.
سرچينې زياته کړې، چې امريکايي سرچينې اوس د بشپړ اطمينان په موخه دېته انتظار دي، چې په خپله د حقاني شبکه يا نورې ترهګرې ډلې د هغه د وژل کېدو په اړه رسمي غبرګون وښيي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، که چېرې د بدرالدين حقاني وژنه تاييد شي، نو په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته به لويه بريا وي.
بدرالدين حقاني د خپل مشر ورور سراج الدين حقاني، چې اوس د دې شبکې مشري ور پر غاړه ده، دويم مشر ګڼل کېږي.
تېر کال په همدې مياشت کې د کابل پر انټرکانټينيټال هوټل د وسلوالو طالبانو په ډله ييزو بريدونو کې يې هم لاس درلود.
د افغانستان د ملي امنيت لوى رياست داسې غږونه خپاره کړي وو، چې بدرالدين حقاني پر ياد هوټل بريد کوونکو ته لارښوونې کولې.
د يادونې ده، چې له دې مخکې هم په شمالي وزيرستان کې د حقاني پر کور او مدرسې بې پيلوټه بريد شوى و، چې له امله يې د حقاني کشر ورور د کورنۍ له يو شمېر غړو سره ووژل شو.
پرون امريکايي بې پيلوټه بريد په داسې حال کې شوى، چې دوه ورځې مخکې په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت مامورين د پاکستان حکومت د حتجاج په توګه د دغو بريدونو په اړه ورغوښتي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن