غزني ښار (پژواک ۵ وږی ۹۱): په غزني ولايت کې يوه سړي د نامشروع اړيکو په تور خپله خور او دوه ځوانان وژلي دي.
امنيتي چارواکي وايي، چې دا پېښه تېره ورځ د دغه ولايت د ده يک ولسوالۍ د پايلوچ په سيمه کې رامنځته شوې ده. د ده يک ولسوال فضل احمد ټولواک د وږي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يوه تن خپله خور له دوو نورو ځوانانو سره وژلې ده. د هغه په وينا، وژل شوو ځوانانو له يادې نجلۍ سره نامشروع اړيکې درلودې، چې له امله يې د نجلۍ د ورور له خوا ووژل شول. ولسوال وايي، چې قاتل له سيمې تښتېدلى او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي. د غزني د ملي امنيت سرچينې هم پژواک اژانس ته ياده پېښه تاييد کړه. د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات پژواک ته وويل، چې په ده يک ولسوالۍ کې درې تنه وژل شوي، خو په اړه يې نور معلومات نه درلودل. د سيمې اوسېدونکي هم وايي، چې يادو ځوانانو له نجلې سره نامشروع اړيکې درلودې. د پايلوچ د سيمې يوه اوسېدونکي محمداکبر پژواک ته وويل، چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته رامنځته شوې ده. د هغه په وينا، د نجلۍ ورور خپله خور او دوه ځوانان ووژل او په خپله له وسلوالو طالبانو سره يو ځاى شو. اکبر وايي، چې وروسته يوه ډله وسلوال طالبان راغلل او د وژل شوې نجلۍ دوه نور وروڼه يې هم له ځانه سره بوتلل. خو امنيتي چارواکي سيمې ته د وسلوالو طالبانو راتګ نه مني.