ميدان ښار(پژواک، ٧وږى٩١): د سيمې خلک وايي،چې په ميدان وردګو کې د امنيتي کمپنۍ دوه سرف موټر او د ملي اردو او بهرنيو ځواکونو درې ټانکونه ماينونو والوځول، خو ولايتي چارواکي پر يوه سرف چاودنه تاييدوي.
د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د سالارو د سيمې اوسېدونکي صفى الله د وږي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار په دې سيمه کې د کابل – کندهار پر لويه لاره د يوې امنيتي کمپنۍ دوه سرف موټر ماينونو والوځول.
دده د معلوماتو له مخې، تېره شپه سالارو ته څېرمه د حيدرخېلو په کلي کې هم د بهرنيو ځواکونو يو ټانک ماين والوځاوه.
دغه راز ددې ولسوالۍ د منګليو د سيمې يو تن اوسېدونکي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله وويل ، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې په دې سيمه کې د کابل – کندهار پر لويه لاره د ملي اردو دوه ټانکونه ماينونو والوځول .
يادې سرچينې وايي، چې ددې چاودنو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
خو د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل ،چې په يوه ونه کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي و، چې د امنيتي کمپنۍ په سرف موټر چاودېدلي دي.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې يو ساتونکى وژل شوى او يو سرف ويجاړ شوى دى.
نوموړي د بهرنيو ځواکونو او ملي اردو پر ټانکونو چاودنې په کلکه رد کړې.
تراوسه پورې ايساف او وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .