غزني ښار (پژواک ۷ وږی ۹۱): په غزني ښار کې د دغه ولايت د ملي امنيت د يوه کار کوونکي د پلار پر جنازه وسلوالو طالبانو بريد وکړ، چې له امله يې يو ملکي وګړى او يو د ملي امنيت کارمند ټپي شو.
عيني شاهدان وايي، چې دغه پېښه نن (د وږي ٧ مه) شاوخوا لس نيمې بجې د غزني ښار اړوند د خاک غريبانو په سيمه کې رامنځ ته شوه.
په سيمه کې يوه عيني شاهد فيض الله، چې خپله يې د جنازې په مراسمو کې ګډون کړى و، پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هغه مهال د وسلوالو طالبانو تر بريد لاندې راغلل، چې دوى د ملي امنيت رياست د يوه مدير د پلار د جنازي لمونځ ادا کاوه.
د نوموړي په وينا، دغې نښتې نږدې نيم ساعت دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې يو ملکي وګړى او يو د ملي امنيت کارمند سخټ ټپيان شول.
هغه زياته کړه: ((کله چې طالبانو په موږ بريد وکړ، ټولو خلکو د جنازې لمونځ پرېښود او له سيمې څخه وتښتېدل.))
د فيض الله په خبره، وسلوال طالبان د ملي امنيت له ځواکونو سره له نښتې وروسته له سيمې وتښتېدل.
بلخوا د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدحسين ياده پېښه مني، خو وايي، چي چاته په کې زيان نه دى اوښتى.
خو د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له يادې پېښې دوه ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، د ټپيانو روغتيايي حالت دا مهال ښه دى او تر درملنې لاندې دي.
د غزني ملي امنيت چارواکو او وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.