Language

د دولت لس وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شول

مزارشريف (پژواك ٨ وږى ٩١): په بلخ ولايت كې د ملا نورمحمد هلمند پر مشرۍ لس وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

 د دغه ولايت د سولې د عالي شورا مشر حاجي اختر محمد ابراهيم خېل د وږي په ۸مه د يادو مخالفينو د تسلمېدو د غونډې په ترڅ كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له دولت سره د مخالفينو د دغې ډلې يو ځاى كېدل به د سولې پروسه لا پسې ګړندۍ كړي.

 نوموړي زياته كړه، چې ياد كسان په چاربولك ولسوالۍ په ورانكارو فعاليتونو بوخت وو، چې د سيمې د اوسېدونكو په مرسته له ۶ ميله بېلابېلو وسلو سره د سولې پروسې سره يو ځاى شول.

 د يادې لس كسيزې ډلې قوماندان ملا نورمحمد هلمند وويل، چې دوى د ښو خلكو په ګومان له غلطو خلكو سره ملګري شوي وو.

 نوموړي پر تسلمېدو د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ زياته كړه، چې له تېرو درېيو كلونو په چاربولك ولسوالۍ كې يې د دولت پر خلاف وسلوال فعاليت کاوه.

 د هغه په وينا، د وخت په تېرېدو دوى پوهېدل، چې د روانې ورانكارۍ ټول زيان په خپله افغانانو ته رسېږي او د اسلام او كفر د جګړې هسې نوم وركړل شوى دى.

 د سولې د عالي شورا مشر اختر ابراهيم خېل وويل، چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي كسان به په سيمه كې د دولت تر سيوري لاندې ازاد ژوند كوي او د هر ډول قانوني كړنو حق به ولري.

 پرون هم ١٥ مخالفين د سولې د عالي شورا په هڅه د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى وو.

 د يادو مخالفينو په ګډون له سولې پروسې سره د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ كې ۳۰ وسلوال مخالفين له دغې پروسې سره يو ځاى شوي دي.

 د يوه بل خبر له مخې، په پروان ولايت کې هم څلور وسلوال مخالفين له دولت سره يو ځاى شوي دي.

Related Topics