Language

د دويم سرحدي زون لپاره ودانۍ جوړه شوه

ګردېز (پژواک ١٣ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د پکتيا په مرکز ګزدېز ښار کې د دويم سرحدي زون لپاره ودانۍ بشپړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.

د پکتيا د ولايت له مطبوعاتي دفتره د وږي په ١٣مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې د پکتيا والي جمعه خان همدرد او نورو پوځي او ملکي چارواکو برخه اخيستې وه.

د سرچينې په وينا، ياده ودانۍ په څلوېښت جريبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې ۱۶ بلاکونه له ټولو اړينو ملحقاتو سره لري.

خبرپاڼه کاږي، چې پر دغې ودانۍ ۱۷ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې د نړيوالو ځواکونو د (کورپس آف انجنيري) ډلې له خوا پرې لګول شوي دي.

سرچينه وايي، چې په ياد دويم سرحدي زون کې شاوخوا ۴۰۰۰ سرحدي پوليس اوسېږي او د دندې سيمې يې هم پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې ودانۍ له پرانيستې وروسته د پکتيا والي د يادې قوماندانۍ ټولې برخې وکتلې او سرحدي پوليس يې خپلو دندو او مسووليتونو ته متوجه کړل.

Related Topics