Language

په مزار شريف کې چاودنې اوه تنه ټپيان کړل

مزارشريف (پژواک ١٣ وږى ٩١): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې له غرمې مخکې زوروره چاودنه وشوه، چې له مله يې يو شمېر کسان ټپيان شول.

دا چاودنه نن (د وږي ١٣مه) له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د مزارشريف ښار په زړه کې کې پر هغه سړک وشوه، چې ترڅنګ يې د ولايت مقام، امينه قوماندانۍ، مستوفيت، اطلاعاتو او کولتور رياست او ګڼ شمېر نورې دولتي ادارې موقعيت لري.

د اسدالله په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي پر يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د هغه په وينا، دوى پر سړک روان و، چې ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه او خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

نوموړي زياته کړه: ((ما په خپله وليدل چې پنځه شپږ کسان يې په امبولانسونو کې روغتون ته ولېږدول.))

د دې چاودنې له امله درې کرولا موټر، يو عراده موټرسايکل ويجاړ او د نږدې کورونو، دوکانونو او دفترونو ښيښې ماتې شوې دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر جنرال عبدالرزاق قادري د پېښې په ځاى کې پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د يوه بايسکل په وسيله شوې، چې له امله يې پنځه عام وګړي ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې دوه عريضه ليکونکي او درې نور لارويان دي، چې د پوليسو له خوا روغتون ته وړل شوي دي.

 قادري وويل، چې دا چاودنه د وسلوالو مخالفينو له خوا ترسره شوې ده.

د مزار شريف د ملکي روغتون مسوول ډاکټر غوث الدين نوري پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته اوه ټپيان راوړل شوي چې يوه يې پوليس دى.

خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics