ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو يو افسر پر ١٧ کاله تنفذي بند محکوم شو

د ملي اردو يو افسر پر ١٧ کاله تنفذي بند محکوم شو

author avatar
4 Sep 2012 - 14:36
د ملي اردو يو افسر پر ١٧ کاله تنفذي بند محکوم شو
author avatar
4 Sep 2012 - 14:36

جلال اباد (پژواک، ١٤ وږى ٩١): په ننګرهار ولايت کې يوې ډاګيزې محکمې د قتل پر جرم د ملي اردو يو افسر په ١٧ کاله تنفيذي بند محکوم کړ.

دغه ډاګيزه محکمه چې نن (د وږي ١٤مه) د ننګرهار په استيناف محکمه کې ترسره شوه، په کې د رسنيو خبريالانو او د دواړو  کورنيو غړو ته هغه ويډيو هم وښودل شوه، چې تورن ذبيح الله په کې د غلام سخي د قتل په اړه خبرې کړې وې.

موظف څارنوال صلاح الدين محکمې ته وويل، ذبيح الله د زلمي زوى چې د کندهار ولايت په ٢٠٥ اتل قول اردو کې يې د بريدمن دنده لرله، د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ د کاشکوټ سيمې يو اوسېدونکى غلام سخي د محمد سيد زوى د تومانچې پر ډزو وژلى و.

هغه زياته کړه، چې ذبيح الله نومى له کندهار څخه په رخصتۍ ننګرهار ته راغلى و، چې د صفى الله په نوم له خپل يوه بل ملګري سره يې ياد جرم ترسره کړ.

موظف څارنوال وويل، ذبيح الله  په مومندره ولسوالۍ کې د خپلې تومانچې په ډزو سره غلام سخي وواژه او جسد يې سيند ته غورځولى و.

مدافع وکيل امين الله د خپل موکل سمه دفاع ونه شوه کړاى او له خبرو يې داسې ښکارېده، چې موکل يې په دغه جرم کې لاس لري.

امين الله له موظف څارنوال څخه د خپل موکل لپاره د ٦ کلونو د حبس غوښتنه وکړه.

غونډې ته د وژل شوي پلار، مور، ورور، مېرمن او ورڅخه پاتې دوه ماشومان هم راغلي وو.

د وژل شوي ورور غلام جان پژواک اژنس ته وويل، چې ورور يې څو مياشتې وړاندې ورک شوى و، له ډېر هلو ځلو وروسته يې جسد د مومنددرې ولسوالۍ په سيند کې پيدا کړ.

نوموړي زياته کړه، چې ورور يې له هېچا سره يې دښمني نه درلوده، خو د هغه له وژلو وروسته يې پر هيچا دعوه ونه کړه.

غلام جان وويل، د ورور له وژلو يې څه موده وروسته قاتل ذبيح الله خپلې دندې لپاره کندهار ته تللى و، چې هلته يې يو ملګري ته داسې کيسه کړې وه: ((يو تن مې وواژه، چې اوس يې هم هغه چيغې زما په مغزو کې دي.))

د ده په وينا، د ذبيح الله ملګري خپله دغه کيسه د ٢٠٥ اتل قول اردو څارنوال ته کړې وه او تر تحقيقاتو وروسته د وژل شوي کورنۍ ته خبر ورکړل شوى و.

غلام جان وويل، په کلي کې يې د قومي سپين ږيرو او علماوو د جرګې له مخې نوموړى قاتل ذبيح الله ته ابرا کړې وه او محکمې پرې يواځې د حق الله فيصله ورکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د ذبيح الله بل ملګرى صفي الله تر اوسه نا معلوم دى خو پوليسو يې د نيولو په موخه پلټنې پيل کړې دي.

د غونډې په پاى کې موظف قاضي ارحم الله نافع، ذبيح الله د زلمي زوى د جزا د قانون د ٣٩٦ مې مادې په اساس او د جزا د قانون د ٣٩ او ٤١مو  مادو په نظر کې نيولو سره په ١٧ کاله تنفيذي بند محکوم کړ.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.