خوست ښار (پژواک، ١٤ وږى ٩١): د خوست والي د کرنې او مالدارۍ وزارت له پلاوي وغوښتل، چې په خوست کې د زعفرانو د کرکيلې د ترويج لپاره دې جدي کار وکړي.
د خوست ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه د وږي په ١٤ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د کرنې او مالدارۍ وزارت يوه پلاوي له خوست والي عبدالجبار نعيمي سره د زعفرانو د کرکيلې د ترويج په اړه وکتل.
د سرچينې په وينا، خوست ته ورغلي پلاوي وويل، چې دغه ولايت ته يې د تګ موخه په مرکز او ولسواليو کې د زعفرانو د کرکيلې د ترويج، د فارمونو د ايجاد، احيا او د مالدارۍ په برخه کې د يو شمېر پروژو د پلي کېدو څخه ده.
پلاوي زياته کړه، چې دوى به په دې اړه هر اړخيزه ارزونه ترسره او له اړونده وزارت څخه به يو شمېر پروژې واخلي او پلې به يې کړي.
د هغوى په وينا، ډېر ژر به خوست ته د کرنې او مالدارۍ د وزارت يو بل لوړ پوړى پلاوى هم راشي او په دغه ولايت کې به د خپلې ادارې د ارزونې ترڅنګ د يو شمېر پروژو د پلي کېدو د پلانونو په تطبيق باندې کار وکړي.
خبرپاڼه کاږي، چې خوست والي په خپلو خبرو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په وروستيو کې يې خوست ته پام ډېر کړى دى.
نوموړي وويل، چې خوست يو سرحدي او کرنيز ولايت دى، چې ډېرۍ وګړي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او که چيرې ياد وزارت ورته نوره هم پاملرنه وکړي، نو د خلکو اقتصادي پرمختګ به چټک شي.
خوست والي له راغلي پلاوي وغوښتل، ترڅو په خوست کې د اساسي فارمونو د جوړيدو، احيا، د زعفرانو د کرکيلې د ترويج او يو شمېر نورو پروژو په پلي کېدو کې خپلې هڅې ډېرې کړي.