غزني ښار (پژواک ۱۵ وږی): د ملي امنيت ځواکونو له خوا د غزني په اندړو ولسوالۍ ۱۲ بوشکې چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه شول.
د دغه ولايت د ملي امنيت سيد اميرشاه سادات د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژنس ته وويل، چې ياد توکي تېره شپه د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړه، چې دغه توکي د وسلوالو طالبانو له لوري د دې ولسوالۍ د حبيب ګوډلو د کلي اړوند لارو کې ځاى پر ځاى کړي وو او غوښتل يې چې پر امنيتي ځواکونو چاودنې رامنځته کړي.
سادات وايي، چې په دې تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي او په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
د ملي امنيت د رييس د معلوماتو له مخې، په هره بوشکه کې شاوخوا لس کيلوګرامه چاودېدونکي توکي اچول شوي وو.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.