Language

په ځينو ولايتونو کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي

چاريکار (پژواک ١٦ وږى ٩١): تېره شپه سېلابونو په پروان، کاپيسا او پنجشېر ولايتونو کې درانه مالي زيانونه اړولي او په پروان کې يې له امله يو تن مړ او درې نور ټپيان شوي دي.

د پروان د سالنګ ولسوالۍ اوسېدونکي او د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي عبدالظاهر سالنګي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د سالنګ په سبزۀ للمک سيمه کې د سختو سېلابونو له امله ١٤ کورونه نړېدلي او يا زيانمن شوي دي.

دى وايي، له همدې امله يو ١٤ کلن هلک مړ شوى او د دغه ماشوم مور او د يادې سيمې دوه نور اوسېدونکي ژوبل شوي دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د اوبو يو شمېر واړه بندونه او ٩ کيلومتره سړک وران شوى او د شاوخوا سل جريبه ځمکې حاصلات ( جوار، کچالو، لوبيا او نور) له منځه تللي دي.

دغه راز د پنجشېر ولايت مرستيال عبدالرحمان کبيري وايي، چې تېره شپه د دغه ولايت د مرکز اړوند په منجور سيمه کې سېلابونو يو جومات نړولى او درې موټر يې هم لاندې کړي دي.

دى وايي، چې د دغه ولايت د دويمې حصې ولسوالۍ په سخ، پامير او تندخو سيمو کې سېلابونو يو شمېر د اوبو واړه بندونه او د لسګونه جريبه ځمکې حاصلات يې له منځه وړي دي.

 دغه راز د ده د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې سېلابونو ١٥د برېښنا هغه وړې دستګاوې هم له منځه وړي، چې د سيمې د خلکو له خوا جوړې شوې وې.

دغه راز په کاپيسا کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي د رياست مشر جاوېد ملکيار وايي، چې تېره شپه سېلابونو د دغه ولايت د مرکز او کوه بند ولسوالۍ اړوند سيمو کې هم زيانونه اړولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کوه بند په دورنامه نومې سيمه کې شاوخوا ٥٠ کورونه زيانمن شوي او د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د اتيا جريبه ځمکې حاصلات سېلابونو لاندې کړي دي.

د ده په وينا، په دې سيمو کې ځکه سېلابونو ځاني زيان نه دى اړولى ، چې د دغه رياست کار کوونکو تر ګواښ لاندې سيمو کې خلکو ته مخکې ويلي وو، چې د ډېر باران د اورښت په وخت کې بايد له کورونو ووځي.

دى وايي، چې تېره شپه هم د دغو سيمو خلک له خپلو کورونو وتلي وو، ځينې يې په نورو سيمو کې د خپلوانو کورونو ته تللي وو او ځينو يې شپه په شاوخوا غونډيو تېره کړې ده.

د يادو درېيو واړو ولايتونو چارواکي وايي، چې سېلاب ځپلو سيمو ته يې پلاوي لېږلي او له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره تيارى لري.

روان کال په تخار، غور، اروزګان، بغلان او ځينو نورو ولايتونو کې د سېلابونو له امله لسګونه تنه مړه شوي او مالي زيانونه ور اوښتي دي.

Related Topics