ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړيان: که بهرني ځواکونه د پاکستان د بريدو مخه نه شي نيولى نو له کونړه دې ووځي

author avatar
6 Sep 2012 - 18:53
author avatar
6 Sep 2012 - 18:53

اسعداباد(پژواک١٦وږى٩١): د کونړ سلګونواوسېدونکو د پاکستان د بريدونو په غبرګون کې غوڼده وکړه او ګډونوالو يې ويل ، چې که په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه پر افغانستان د پاکستان د   بريدونو مخه نه شي نيوى ، نو له کونړ څخه دې ووځي.

 دغه غونډه نن د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ولايت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه او د عامو خلکو تر څنګ،ديني عالمانو او قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړيو  په کې برخه لرله .

 له تېرو شاوخوا يو کال راهيسې د پاکستانيو ځواکونو لخوا د کونړ  او ځينې نورو ولايتونو پر سرحدي سيمو راکټي  بريدونه کوي ، چې تر اوسه يې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې او ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي .

 په اسعداباد کې د نننۍ  غونډې ګډونوالو  دپاکستاني ځواکونو دبريدونو په غبرګون کې په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونوپر چوپتيا نيوکه کوله .

 د دې ولايت د ولايتي شورا ريس مياحسن عادل په دې غونډه کې  وويل،  چې دبهرنيوځواکونو په شتون کې پر کونړ  دپاکستان دپوځ له لوري بريدونه کيږي ،  خو دبن  پرېکړې او دستراتيژيک تړون ژمنې يې له ياده وېستلې دي.

 ده زياته کړه، که نړيوال ځواکونه  په دې برخه کې مرسته نه کوي، نو له کونړ څخه دې ووځي .ده دا هم ويل  چې دډيورنډکرښه افغان ولس ته دمنلو نه ده.

 د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو د ستراتيژيکو همکاريو په هوکړه ليک  کې   متحدو ايالتونو ټينګار کړى، چې پر افغانستان هر ډول تيرى د خپلې سختې اندېښنې باعث بولي.

 په هوکړه ليک کې ويل شوي، چې د دغسې يوې پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري په عاجل ډول يو له بل سره په مشوره د سياسي، ډيپلوماتيکو، اقتصادي او نظامي اقداماتو په شمول، د دواړو لوريو په توافق او د دواړو هېوادونو د اساسي قوانينو د احکامو مطابق پېښې ته مناسب ځواب طرحه او تطبيق کړي.

 دغه راز د کونړ پخواني والي او په دې ولايت کې پخواني جهادي قوماندان حاجې جانداد خان په نننۍ غونډه کې وويل ، چې که بهرني ځواکونه د ستراتيژيک تړون ژمنې نه شي عملي کولى ، نو له کونړ څخه دې ووځي.

 په غونډه کې ځينو نورو قومي مشرانو هم ورته څرګندونې کولې .

 قومي مشرانو په خپلوڅرګندونو کې  له دولت څخه وغوښتل، چې د پاکستان د بريدونوپه اړه دې   جدي غبرګون وښيي اودامنيت شورا ته دې څرګنده کړي، چې پاکستان د افغانستان پر  خاوره څرګند تيرى کوي.

 دغونډې برخوالو د غونډې په پاى کې يو پرېکړه ليک صادر کړ.

 په پرېکړه ليک کې د ډيورنډ د کرښې هغه خوا  مېشتو پښتنو ،د ملګرو ملتونو له امنيت شورا ، دبشري حقونو دنړيوالو ټولنو اودپاکستان له سياسي ګوندونو  هم ديادو بريدونو دمخنيوي لپاره پر پاکستان دفشاراوړولو غوښتنه شوې ده .

 دا په داسي حال کې ده ، چې  دکونړ والي سيدفضل الله وحيدي د معلوماتو له مخې ، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کونړ پر دانګام اوناړۍ ولسواليو د پاکستان لخوا توغول شوي   ٤٥ توغندي لګېدلي ، چې  له امله يې د سيمې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

 د يادولو ده ، چې ولسي جرګې څو ورځې مخکې د ملي دفاع له وزير عبدالرحيم وردګ او د کورنيو چارو له وزير بسم الله محمدي څخه له دې امله د باور رايه واخيسته ،چې د پاکستان د راکټي بريدونه په اړه يې وړ اقدامات نه دي کړي او په هېواد کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې دي .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.