Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان د ویسټ  انډیز د ټرینډاډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

کابل ( پژواک ۱۷ وږی ۹۱ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ویسټ انډیز کې د کرکټ په شل اووریزو سیالیو کې ددغه هیواد د ټرینډاډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند نصرت الله وفا د وږي په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې د ټرینډاډ لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې پخپله لوبه وکړه.

هغه زیاته کړه، چې د ټرینډاډ لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په  سوځیدو ۱۷۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه.

د نوموړي په وینا، دافغانستان له لوري دولت ځدراڼ او محمد دوه دوه او کریم صادق یو لوبغاړی وسوځاوه.

وفا وایي ، چې دافغانستان ملي لوبډلې له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته په وروستي شلم اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو هدف ترلاسه او لوبه یې وګټله.

ده زیاته کړه، چې دافغانستان له لوري نبي عیسی خیل ۵۷ او ګلبدین نایب ۳۳ منډې جوړې کړې.

نبي ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دا سيالۍ د ويسټ انډيز د يوه ايالت ټرينډاډ اينډ ټوباکو د خپلواکۍ ترلاسه کولو د نمانځلو په مناست په لاره اچول شوې دي ، په دې  شل اووريزو سياليو کې  د افغانستان، بنګله دېش او د ويسټ انډيز د ټرينډاډ او باربډوس ايالتونو لوبډلې برخه لري.

د افغانستان ملي لوبډله به  راتلونکې شپه ناوخته د بنګله دېش له باربډوس لوبډلې سره لوبه ترسره کړي.

د ويسټ انډيز سياليو لپاره  د افغانستان لوبډلې غړي په لاندې ډول دي.

نوروز منګل (کپتان) دولت ځدراڼ، ګلبدين نايب، حميد حسن، عزت الله دولتزى، کريم صادق، جاوېد احمدي، نسيم بړېڅ، محمد نبي، محمد شهزاد، اصغر ستانکزى، نجيب الله ځدراڼ، سميع الله شينوارى، شفيق الله شفق او شاهپور ځدراڼ.

 د يادونې ده، چې افغانستان تير کال هم د وېسټ انډيز له يادو لوبډلو سره سيالۍ ترسره کړې وې.

ويسټ انډيز ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دا دويم سفر دى، له دې مخکې د ٢٠١٠ شل اووريز نړيوال جام په سياليو کې د ګډون په موخه هم ملي لوبډله دغه هيواد ته تللې وه.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.