چاريکار(پژواک١٧وږى٩١): تېره شپه په کاپيسا کې سېلابونو د نورو مالي زيانونه د اړولو تر څنګ ١٣ موټر لاندې کړي او په پنجشير کې يې له امله د نورو زيانونو ترڅنګ د زرو کورنيو لار تړل شوې ده .
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه سېلابونو ددې ولايت د نجراب ولسوالۍ د غوث په دره کې ١٣ موټر لاندې کړل .
دده په وينا، د سيمې د خلکو په يادو موټرو کې کرولا ، سراچه ، تونس او فلاينګوچ ډوله موټر شامل دي.
دى وايي، چې په دې سيمه کې سېلابونو ٨ هټۍ او د ٢٠٠ هکتاره ځمکې حاصلات ( جوار، کچالو ، لوبيا او نور ) هم له منځه وړي دي .
د کاپيسا امنيه قوماندان عبدالحميد ارګن وايي، د فوايد عامې رياست ته يې ويلي ، چې د سېلاب لاندې کړو موټرو له خاور د را وېستو لپاره سيمې ته سکواټور وليږي.
تېره شپه د پنجشېر ولايت د دويمې حصې اړوند د مليمې په سيمه کې هم سېلابونو زيانونه اړولي دي .
په دې ولايت کې د افغاني سرې مياشتې رييس محمد حنيف خرم ، وايي، چې په مليمه کې سېلابونو درې وړې دستګاوې ،چې د اوبو پر مټ برېښنا توليدوي، درې واړه بندونه ، ١٥٠٠ غيرمثمرې او ٧٠٠ ميوه لرونکې ونې له منځه وړي دي .
د پنجشير سکتوري رييس محمدطاهر وايي، چې ددې ولايت د دويمې حصي ولسوالۍ په عبدالله خېلو سيمه کې د سېلابونو د راوتو له امله د زرو کورنيو مواصلاتي لار د ولسوالۍ له مرکز سره تړل شوې ده .
د هغه په وينا، ددې ولايت د عنابې په ولسوالۍ کې سېلابونو د برېښنا د توليد دوه وړې دستګاوې او د ١٤ جريبه کرنيزې ځمکې حاصلات له منځه وړي دي .
سرچينې زياته کړه، چې ددې ولايت په شتل ولسوالۍ کې هم تېره شپه سېلابونو په زرګونو ونې او د لسسګونه جريبه ځمکې حاصلات له منځه وړي دي.
وړمه شپه هم سېلابونو په پروان ، کاپيسا او پنجشير ولايتونو کې درانه مالي زيانونه واړول او په پروان کې يې له امله يو تن مړ او درې نور ټپيان شول .
سيمه ييزو چارواکيو ويلي و ، چې سېلاب ځپلو ته د مرستو د رسولو لپاره هڅې کوي ، خو تر دې دمه له يادو کورنيو سره چا مرسته نه ده کړې .
په روان کال کې په تخار، غور، ارزوګان ، بغلان او ځينې نورو ولايتونو کې د سېلابونو له امله لسګونه تنه مړه شوي او ډېر مالي زيانونه اوښتي دي .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن