ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کونړ د بريدونو په موخه ولسمشر د پاکستان د پوځ له مشر سره خبرې کوي

author avatar
10 Sep 2012 - 17:45
author avatar
10 Sep 2012 - 17:45

اسعد اباد ( پژواک ٢٠ وږى ٩١ ) : د ملي دفاع وزارت مسوولين وايي، چې د کونړ پر سرحدي سيمو دپاکستاني ځواکونو دتوغندويي بريدونو د مخنوي په موخه په لوړه کچه خبرې پيل شوې دي.

 دغه څرګندونې د ملي پوځ دوسلوالو ځواکونو  د لوى درستيز مرستيال ډګرجنرال محمداکرم ،چې  له يوه پلاوي سره نن د وږي په ٢٠مه، کونړ ته راغلى و ،خبريالانو ته وکړې.

 هغه وايي ، چې د کونړ پر سرحدي سيمو دپاکستاني ځواکونو دبريدونو مسئله به ددې هيواد دوسلوال پوځ له لوى درستيز اشفاق کياني سره ،چې په راتلونکې اونۍ کې کابل ته سفر کوي، وڅېړل شي.

 په همدې مهال ددې ولايت مسوولين پر سرحدي سيمو دپاکستاني ځواکونو دتوغندويي بريدونو ددوام خبر ورکوي او وايي ، چې پر دانګام ولسوالۍ په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٩ توغندي دپاکستاني ځواکونو لخوا ويشتل شوي دي.

 د پاکستانيو ځواکونو لخوا پر کونړ ولايت د توغنديو د بريدونو لړۍ له تېرو پنځو مياشتو راهيسې پيل شوي، چې له امله يې نږدې ٥٠ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.

 ددې بريدونو د څرنګوالي اوڅېړلو په موخه د ملي دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او ملي شورا د غړيو په ګډون يو پلاوى نن اسعداباد ته راغلى و.

 راغلي پلاوى ددې ولايت  دشپږو سرحدي ولسواليو له خلکو او مسوولينو سره ددې بريدونو په څرنګوالي اودمخنيوي په لارو چارو خبرې وکړې .

 دولسي جرګې دکورني امنيت دکمېسيون مشر ميرداد خان نجرابي وايي ، چې پاکستاني ځواکونه ددې بريدونو په ترسره کولو سره غواړي، چې د کونړ سيند ترخپلې ولکې لاندې راولي، خو افغان ولس به دوى ته ديوګام رامخکې کېدو اجازه ورنکړي.

 د مشرانو جرګې غړي محمدداوود احساس پر بهرنيو ځواکونو دنيوکې په کولو سره وويل ،چې په سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو دبريدونو مسئله يې ددرې اعلاميو په ليږلو دملګرو ملتونو امنيت شورا دامريکااوبريتانيې سفارتونو ته استولې ، خو تراوسه يې د مخنيوي په برخه کې کوم ګام نه دى پورته شوى.

 د وسلوال پوځ د لوى درستيز مرستيال ډګرجنرال محمداکرم زياتوي ،چې د کونړ پر سرحدي سيمو توغندويي بريدونه دپاکستان داستخباراتي ادارې لخوا تنظميږي .

 هغه وويل ،چې که افغان ځواکونه يې پر وړاندې ورته غبرګون وښيي ،نو دپولې دواړو خواوو مېشتو قومونو ته به زيان ورسيږي .

 خو جنرال اکرام زياتوي ،چې ددې بريدونو دمخنوي لپاره ولسمشر حامدکرزي د پاکستان د وسلوال پوځ لوى درستيز کابل ته رابللى او په راتلونکې اونۍ کې به ورسره ددې بريدونو د مخنيوي لپاره خبرې وشي.

 ددانګام او ناړۍ ولسواليو قومي مشرانو حاجي تاج بر او حاجي خان جان پر افغان دولت او نړيوالې ټولنې نيوکه وکړه ،چې ددوى پر کورونو له تېرو پنځو مياشتو راهيسې پاکستاني ځواکونه توغندويي بريدونه کوي، خو تراوسه يې د مخنيوي لپاره کوم اقدام نه دى شوى.

 دغو قومي مشرانو يو ځل بيا پر دانګام ولسوالۍ کې دملي پوځ دځاى پر ځاى کېدو او له دې سيمې څخه دپاکستاني کډوالو دوېستو غوښتنه کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.