جلال اباد ( پژواک ٢١ وږى ٩١) : د لغمان يو شمېر مشران وايي، چې په دغه ولايت کې حکومت او امنيت نشته خو والي اقبال عزيزي بيا دا ډول خبرې د وسلوالو مخالفينو تبليغات بولي او دا ردوي .
د دغه ولايت د ولايتي شورا مرستيال ګلزار سنګروال د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په لغمان کې نه حکومت شته او نه دولت.
هغه زياته کړه، چې د ولايت په دوه کيلومترۍ کې دولتي مامورين وژل کېږي، قومي مشران او چارواکي کورونه د امن سيمو ته لېږدوي او د وسلوالو له وېرې له دندو استعفاوې کوي.
ګلزار سنګروال وويل، چې د نا امنۍ له وېرې د الينګار د قومي شورا مشر نورمحمد خان خپل کور جلال اباد او د اليشنګ يوه قومي مشر صابرخان خپل کور مهترلام ښار ته لېږدولى دى.
د نوموړي په وينا، په ولايتي اداره کې همغږي نشته، ولس په ولايتي ادارې بې باوره دى، اداري فساد زيات شوى او د دولتي ارګانونو ترمنځ د بې کفايتۍ له امله همغږي نشته.
د ولايتي شورا دغه غړي وويل، چې د الينګار څارنوال حکيم الدين او د دغه ولايت اجراييه مدير سيد حسن د وسلوالو مخالفينو له وېرې دندې پرېيښې دي.
ګلزار سنګروال وايي، چې که مرکزي حکومت پاملرنه ونه کړي؛ ښايي له لغمانه مارجه او موسى کلا جوړ شي.
د ولايتي شورا پخواني غړي او د مهترلام ښار د جامعې جومات خطيب قاري روح الله فياض پژواک اژانس ته وويل، چې د شپې له خوا د ولايت په يو کيلومترۍ کې هم امنيت نه وي.
نوموړي زياته کړه، څه موده وړاندې په مهترلام ښار کې د ښاري محکمې قاضي سيدعالم ووژل شو او ښار دننه د يو بل قاضي عبدالولي پر کور وسلوال ور واوښتل.
نوموړي د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې يې دغه تورونه هغه مهال نه پورې کول، چې د والي سلاکار و؟ وويل: ((ما څو ځلې ولس د ولايتي ادارې په بې کفايتۍ خبر کړى، په چارواکو مې غږ کړى، يو کال وړاندې اړ شوم ، چې د ادارې د نه اصلاح کېدو له امله دنده پرېږدم.))
په دغه ولايت کې د ځوانانو د خپلواکې ټولنې مشر شېرزاد ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې په لغمان کې امنيتي کړۍ راتنګه شوې او ولايتي اداره د قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهي.
هغه زياته کړه: ((زه د اليشنګ د اسلام اباد کلي اوسېدونکى يم، خو هلته د نا امنۍ له امله خپل کور ته نه شم تللى.))
د لغمان والي محمد اقبال عزيزي ياد تورونه ردوي او وايي، چې په ولايت کې يې امنيت ټينګ دى.
هغه پژواک ته وويل، چې د دغه ولايت په دوو ولسواليو اليشنګ او پادپښ کې ولسونو د مخالفينو پر ضد پاڅون وکړ، د انتقال له پروسې وروسته امنيتي کړۍ پراخه شوې او ډېر بدلونونه راغلي دي.
اقبال عزيزي وويل، که د قوم همکاري نه واى، وړمه ورځ به په اليشنګ کې امنيتي ځواکونو د مخالفينو لس تنه پېژندل شوې څېرې نه وژلې.
نوموړي زياته کړه: ((مخالفين د خپلو جاسوسانو له خوا تبليغ کوي.))
د لغمان والي وويل، دوه کاله وړاندې به هره ورځ د کابل-جلال اباد پر لويه لار وسلوال مخالفين را کوزېدل او د نا امنۍ يوه پېښه به منځ ته راتله.
خو پر وينا يې، دغه د نا امنې پېښې اوس کله نا کله پېښيږي.
اقبال عزيزي وايي ، دى او اداره يې د فساد، نا امنۍ او غصب پر وړاندې مبارزه کوي.
والي زياته کړه، چې د ده او ادارې پر ضد يې هغه کسان تبليغ کوي، چې له دندو لرې شوي او يا يې هم په مهترلام دښته کې خپلسرې مېنې جوړې کړې دي.
نوموړي دغه خلک د ډبرو، لرګيو او انسانانو قاچاقبر وبلل، چې پر وينا يې امنيتي ادارې يې د کړنو څارنې کوي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ويل کېږي د دولت دننه يو شمېر کړۍ وسلوال ګروپونه لري وويل: ((که سند ولرم دغه ډول خلک به ونيسم.))
والي ومنله، چې دغه ډول اطلاعات ورته رسېږي، خو هغه ډېرې څېړنې ته اړتيا لري.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د يو شمېر وکيلانو، مخورو او د لغمان والي ترمنځ د ولايتي ادارې د کړنو پر سر يو شمېر ناندرۍ راپورته شوې دي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند بشير بهرام وايي، چې دوى ته د ګڼ شمېر ولايتونو د مسوولينو په اړه شکايتونه رسېدلي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې برخه کې د خوست او لغمان واليانو او د نورو مسوولينو په اړه ډېر شکايتونه کړي دي.
ده زياته کړه: ((موږ په دې اړه څېړنې کړې او خپل راپور مو رياست جمهوري ته لېږلى دى، پرېکړه به هغوى کوي.))
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن