ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ترهګرۍ پروړاندې په روانه مبارزه کې د بدلون غوښتنه کوي

ولسمشرۍ ماڼۍ د ترهګرۍ پروړاندې په روانه مبارزه کې د بدلون غوښتنه کوي

author avatar
12 Sep 2012 - 11:52
ولسمشرۍ ماڼۍ د ترهګرۍ پروړاندې په روانه مبارزه کې د بدلون غوښتنه کوي
author avatar
12 Sep 2012 - 11:52

کابل ښار (پژواک، ٢٢ وږى ٩١): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، هغسې چې لازمه وه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر خلاف جګړه پر مخ يو نه وړل شوه او په طريقه کې يې بايد بدلون راوستل شي، کنه نور مصيبوتونه به هم وزېږوي.
وروسته له هغه، چې د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپټمبر په ١١مه پر امريکا د الوتکو په وسيله بريدونه وشول، د همدغه کال د اکتوبر د مياشتې په اوومه نېټه د امريکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد جګړه پيل کړه.
دا دى اوس د دې جګړه يوولس کاله پوره کېږي، خو د دې پر ځاى چې د افغانستان امنيتي حالت ښه شي، ورځ تر بلې نور هم خرابيږي، هره ورځ د افغان ملي ځواکونو او بهرنيو سرتېرو په ګډون لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.
په دې يوولس کلنه جګړه کې د لسګونو زرو افغانانو ترڅنګ زرګونو بهرنيو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
له ولسمشرۍ ماڼۍ د وږي په ٢٢مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان خلک، چې په خپله د ترهګرۍ قربانيان دي، د امريکا د متحده ايالاتو د خلکو دغه رنځ، چې له يادې ورځې يې اخيستى، تر بل هر چا زيات درک کوي.
د سرچينې په وينا، افغانان چې د دوو لسيزو جګړو او د نړيوالو ترهګرو له ظلمونو څخه په تنګ راغلي وو، د لومړي ځل لپاره يې په خپل تاريخ کې بهرنيو ځواکونو ته په ورين تندي هرکلی ووايه.
خبرپاڼه کاږي: ((خو لکه څنګه چې لازمه وه زموږ په هېواد کې د تروريزم پرخلاف جګړه پر مخ يو نه وړل شوه.))
سرچينه وايي، چې د ترهګرۍ د روزنې او پياوړتيا اصلي مرکزونه، چې د افغانستان له پولو څخه د باندې وو، په بشپړه توګه له پامه وغورځول شول او تر هدف لاندې رانه غلل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په پايله کې يې يو ځل بيا د افغانانو کورونه، کلي او بانډې د جګړې په ډګر بدلې شوې، چې زموږ خلکو ته په کې نه جبرانېدونکي ځاني او مالي زيانونه واوښتل.
د سرچينې په خبره، د دغې جګړې پايلې ښيي ، چې که چېرې د هغې د پرمخ بيولو په طريقه کې بدلون رامنځ ته نه شي، نه يواځې دا چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو سبب به نه شي، بلکې په سيمه او نړۍ کې به د نويو مصيبتونو پيل شي، چې ټول نړيوال به له هغو څخه زيانمن شي.
خبرپاڼه کاږي، چې له دې امله د سپټمبر د۱۱مې نېټې د پېښې يادول هغه فرصت دی، چې نړيوال د ترهګرۍ او د هغې پر وړاندې د مبارزې د څرنګوالي په اړه يو ځل بيا فکر وکړي او د تېرو تېروتنو د جبران لپاره لاس په کار شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.