ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سبا تلوېزيون په اړه د اطلاعاتو او کولتور وزارت پرېکړه غيرقانوني وبلل شوه

د سبا تلوېزيون په اړه د اطلاعاتو او کولتور وزارت پرېکړه غيرقانوني وبلل شوه

author avatar
14 Sep 2012 - 11:40
د سبا تلوېزيون په اړه د اطلاعاتو او کولتور وزارت پرېکړه غيرقانوني وبلل شوه
author avatar
14 Sep 2012 - 11:40

کابل ( پژواک، ٢٤ وږى٩١): د خبريالانو د ټولنې غړي او حقوقي کارپوهان وايي، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت وروستۍ پرېکړه،چې سبا تلوېزيون يې لويې څارنوالۍ ته ورپېژندلى، په بشپړ ډول غير قانوني ده.

د سبا تلوېزيون د مسوولينو په وينا، د وږي په ٢٠ مه د اطلاعاتو او کولتور وزارت پرته د رسنيو د سرغړونې د قانون له چلندپه نظر کې نيولو سره دغه تلوېزيون لويې څارنوالۍ ته ورپېژندلى دى.

په هغه خبرپاڼه کې، چې د سبا تلوېزيون له ادارې څخه پژواک اژانس ته رارسېدلې ، په کې راغلي ، چې دغه تلوېزيون د استعلام له ترلاسه کولو، د سرغړونې په ګوته کولو او د رسنيو د سرغړونو د څېړنو کمېسيون ته له ورغوښتلو پرته لويې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوى دى.

د ازادو رسنيو د ديده بان وياند او حقوقي سلاکار قاسم رحماني، د اطلاعاتو او کولتور وزارت سلاکار جلال نوراني او د خبريالانو د اتحاديې وياند سيدعلي رضواني په يوه ګردي مېز کې د دغې موضوع په اړه بحث وکړ.

دغه ازاد راډيويي تلوېزيوني بحث د هغو بحثونو لړۍ ده، چې هره اونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت لخوا د مدني ټولنې د ونډې د تبارز په موخه پر لاره اچول کيږي. 

د افغانستان رسنيز مشارکت، چې په هغه کې پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي موسسه او د کليد نشراتي ارګان شامل دي، خلکو ته د راپور ورکولو په موخه تېرکال يې د کب په ٢٢مه رسماً د موجوديت اعلان وکړ.

د ازادو رسنيو د ديده بان وياند او حقوقي سلاکار قاسم رحماني وويل، چې د ولسمشر حامد کرزي د ٤٢ مې ګڼې د فرمان له مخې، چې له اداري فساد سره پر مبارزه يې په کې ټينګار کړى او ضرب العجل په کې ټاکل شوى، اوس وزارت د ځان د فعال ښودلو لپاره دغه کار وکړ.

نوموړي زياته کړه، چې د رسنيو د سرغړونو د څېړنې کمېسيون د افغانستان د رسنيو د قانون له مخې هېڅ قانوني مجوز نه لري.

د هغه په وينا، په ١٣٨٨ لمريز کال کې د رسنيو قانون له رامنځته کېدو وروسته،دغه کمېسيون لغوه شوى او ځاى يې د ټوليزو رسنيو کمېسيون نيولى دى.

د ده په خبره، د اطلاعاتو او کولتور وزارت په خپله دنده کې تعالل کړى، کله چې د يو کمېسيون ماهيت غير قانوني وي، نو پرېکړې يې ټولې باطلې دي.

رحماني وويل: ((موږ له لويې څارنوالۍ څخه غواړو، چې دغه دوسيه تر څېړنې لاندې ونه نيسي، بېرته يې وزارت ته وليږي او په خپله د اطلاعاتو او کولتور له وزير سره قانوني چلند وشي.))

د خبريالانو د اتحاديې وياند سيدعلي رضواني هم وايي، چې د رسنيو د سر غړونو د څېړنو کمېسيون غيرقانوني دى، پرېکړې يې هم غير قانوني دي او بايد ونه منل شي.

د هغه په وينا، که دغه کمېسيون قانوني هم ومنل شي، لومړى بايد په دغو مواردو کې رسنۍ ته ابلاغ شي، چې پلانۍ خپرونه يې د دغه قانون له مخې غيرقاني ده، که بيا تکراريږي، نو کمېسيون ته دې وغوښتل شي.

نوموړي زياته کړه،چې په کمېسيون کې د رسنۍ د مسوول له توضيحاتو وروسته، که کمېسيون ونه منله، نو بيا نغدي جريمې ټاکل شوې دي.

ده وويل: ((د ياد کمېسيون اوسنى عمل په بشپړ ډول غيرقانوني دى او بايد د داسې غيرقاني کار په بدل کې بايد سرغړونکو ته سزا ورکړل شي.))

د اطلاعاتو او کولتور وزارت سلاکار جلال نوراني د دغې اونۍ په بحث کې وويل، چې سبا تلوېزيون د سندرو په يوه خپرونه کې داسې بربنډې سندرې خپرې کړې، چې د افغاني ټولنې له اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کې وې.

د هغه په وينا، لويې څارنوالۍ ته د ياد تلوېزيون ور پېژندل، په خپله د وزير کار نه دى، بلکې د رسنيو د سرغړونو کمېسيون دغه پرېکړه کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې پرته د دغه کمېسيون له پرېکړې څخه،د اطلاعاتو او کولتور وزير تراوسه هم په فردي ډول هېڅوک لويې څارنوالۍ او يا ياد کمېسيون ته نه دي ورپېژندلي.

نوراني وويل: ((کمېسيون هم د يو شخص د پرېکړې په صورت کې عمل نه کوي، تر څو چې ټولو غړو يې پرې پرېکړه نه وي کړې.))

د ده په خبره، ياده خپرونه په کمېسيون کې د ټولو غړو له خوا وکتل شوه او له هغه وروسته پرېکړه وشوه، چې سبا تلوېزيون بايد لويې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.