Language

غزني کې د موټرو د ټکر له امله ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

غزني ښار (پژواک ۲۴ وږی ۹۱): چارواکي وایي، چې په غزني کې د کابل – کندهار پر لویه لاره د دوو لویو موټرو د ټکر له امله شاوخوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د غزني امنیه قوماندان زړور زاهد د وږي په ۲۴ مه پژواک اژانس ته وویل، چې نن شاوخوا ۹ بجې د کابل – کندهار پر لویه لاره د غزني د اب بند ولسوالۍ اړونده سیمه کې د تېلو د یو ټانکر او ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر ترمنځ ټکر وشو.

د هغه به وینا، په ۳۰۳ موټر کې ۵۶ تنه سپرلۍ ناستې وې، چې یواځې شپږ کسان ترې ژوندي راوتلي او نور ټول په کې بند دي.

نوموړي زیاته کړه، چې پر دواړو موټرو اور بلیږي، پولیس او د ا‌طفایې عمله ور روانه ده او ښايي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم ډېره شي.

د دغې پېښې په اړه به کره جزیات وروسته خپاره شي.