ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اچين مخور: له ځان څخه ددفاع په موخه مو وسلوال پاکستاني طالبان وشړل

author avatar
17 Sep 2012 - 17:56
author avatar
17 Sep 2012 - 17:56

جلال اباد ( پژواک، ٢٧ وږى ٩١) : د ننګرهار د اچين ولسوالۍ قومي مشران وايي ، چې دوى له ځان څخه ددفاع په موخه وسلوال طالبان شړلي، خو پر حکومت يې نيوکه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې يې هېڅ کار نه دى کړى.

قومي مشرانو دغه څرګندونې نن د (وږي په ٢٧مه ) په هغې سترې قومي غونډه کې وکړې، چې په دې ولسوالۍ کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې ، چې د ډيورنډکرښې ته نږدې د اچين ولسوالۍ د پېښې په کلي کې جوړه شوې وه، د بېلا بېلو کليو د شينوارو دعلي شېر خېلو قوم  سلګونو قومي مشرانو او اوسېدونکو برخه اخيستې وه.

د شينوارو يوه قومي مشر مولوي اسلام ګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خپل قوم د عزت په موخه يې ٢٠٠ پاکستاني طالبان د ځوانانو په مټ او ولسي ملاتړ ددغې ولسوالۍ له حدودو څخه وېستلي دي.

هغه زياته کړه ، چې نه ورته چا د پاڅون لپاره وسله ورکړې او نه دولت د پاڅون لپاره لمسولي دي.

د حاجي اخترمحمد په نامه بل قومي مشر وويل، چې دوى ځکه له دولت څخه مرسته نه غواړي، چې دولت په تېرو لسو کلونو کې له دغې ولسوالۍ سره د مور او ميرې سلوک کړى دى.

هغه پر دولت نيوکه وکړه، چې دې ولسوالۍ ته هېڅ پاملرنه ،نه کوي او نه يې هم پکې د بيارغونې کارونه ترسره کړي دي.

د علي شېرخېلو قومي مشر ملک عصمت الله شينواري پژواک ته وويل، چې د وسلوالو طالبانو پر ضد د څلوېښتو کليو  دوه سوه ځوانان راپورته شوي دي.

نوموړي زياته کړه، پاکستانيو وسلوالو طالبانو ددوى د جوماتونو امامانو ته ګوت څنډنه کړې وه، چې د ملي اردو د وژل شويو سرتېرو جنازې دې نه کوي.

دغه قومي مشر هم پر دولت نېوکه وکړه، چې لا تراوسه يې ددوى ښوونځيو ته ودانۍ او کليو ته د پاکو اوبو او سړکونو پروژې نه دي پلې کړي.

د اچين ولسوالۍ د غار کلي اوسېدونکي او قومي مخور حاجي اخترمحمد شينواري پژواک ته وويل، چې ولسوالۍ ته يې د ځينو شر اچوونکو په مرسته پاکستاني طالبان را اوښتي وو، چې دوى يې د مرسته کوونکو اووه کورونه سوځولي دي.

د حاجي ليوني په نامه يوه بل قومي مشر ، چې د دوربابا د جنازې په ځانمرګي بريد کې ټپي شوى و، پژواک ته وويل چې پاکستانيو طالبانو دوى له قومي دودونو منع کول، ملايان يې جنازو ته نه پرېښودل تر دې چې دوى ته يې ګواښ کړى و ، چې په خپلو ښځو به د چادرۍ په سر کول  حتمي کوي.

د هغه په وينا، طالبانو ددوى په سيمو کې نظامي مرکزونه جوړول ، څو بهرنيو ځواکونو ته د بمبار کولو چانس ورکړي.

  ملک عصمت الله وويل ،سره له دې چې له خپلو سيمو يې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه  را اوښتي پاکستاني طالبان وشړل، خو د کرزي اداره هم له فساده ډکه ده.

هغه زياته کړه : (( ميلياردونه ډالر راغلل، موږ د اچين خلک اوس هم يوه بوشکه اوبه په شل روپيو اخلو.))

د نوموړي پر وينا، د ولسوالۍ له ټولو کليو څخه يې د پاکستاني منګل باغ، حقاني ګروپ او امارت طالبان وېستلي دي.

ده زياته کړه، دغو وسلوالو، قومي مخور وژل او ورانکاري فعاليتونه يې ترسره کول.

د اچين ولسوال معلم معشوق پژواک ته وويل، چې له درې ورځو راهيسې يې په ولسوالۍ کې  قومي پاڅونونه پيل شوي، چې د وسلوالو مخالفينو ټغر يې ور ټول کړى دى.

معلم معشوق ومنله، چې په دغې ولسوالۍ کې د دولت او مرستندويه موسسو له لوري د يادونې وړ د بيارغونې کارونه، نه ده ترسره شوي.

خو نوموړي ددې لامل په سيمه کې د وسلوالو نفوذ، نا امني او له دوه کلونو راهيسې د دښتې د ملکيت پر سر د  علي شېر خېل او سه پاى قومونو خپلمنځي جګړې يادې کړې.

ولسوال وويل، له دوه مياشتو راهيسې ، چې دغې ولسوالۍ ته راغلى ، د بيارغونې په اړه يې څو ځله له والي ګل اغا شيرزي سره ګډې غونډې ترسره کړې دي.

نوموړي هيله څرګنده کړه،چې له پاڅون او د امنيت له ټينګښت وروسته به په سيمه کې بيارغونه پيل شي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزى وايي ، چې د ولايت په پنځه کلن انکشافي پلان کې هغه ولسوالۍ،  چې پکې کار نه دى شوى، لومړيتوب ورته ورکړل شوى دى .

خو نوموړى وايي، چې په دې ولايت کې د بيارغونې ډېر کار شوى ، ډېر ژر به د حصارک او شېرزاد سړکونه جوړ شي .

د فساد د له منځه وړلو په اړه هغه وويل ، چې د ولسمشر دفرمان له مخې، په دې ولايت کې هم يو کمېسيون جوړ شوى دى.

د يادونې ده، چې اچين د پاکستان پولې ته څېرمه له جلال اباد څخه ٨٠ کيلو متره لرې پرته ولسوالي ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.