مزارشريف (پژواك ٢٧ وږى ٩١): د بلخ پوهنتون محصلينو د اسلام د پيغمبر په اړه د جوړ شوي فلم د غندنې په غونډه كې، په لنډه مهاله توګه له امريكا سره د افغانستان د ستراتيژيك تړون د ځنډېدو غوښتنه وكړه.
د دغه پوهنتون سلګونو محصلينو د وږي په ۲۷مه د ياد پوهنتون په تالار كې د هغه فلم پر وړاندې غبرګون وښود، چې په دې وروستيو كې په امريكا كې د سام باسيل په نوم د فلم جوړولو يوې کمپنۍ له خوا خپور شوى او د اسلام د پيغمبر سپكاوى په كې شوى دى.
دغه فلم په امريکا کې د هغه کشيش له خوا خپور شوى، چا چې تېر کال د قران کريم د ځينو نسخو د سوځولو ناوړه هڅه کړې وه.
د يادې غونډې ګډونوال او د بلخ پوهنتون د محصلينو د اتحاديې مشر انجنير امان الله پژواك خبري اژانس ته وويل، چې امريكا بايد داسې کارونه ونه كړي، چې پر وړاندې يې د مسلمانانو كركې راوپارېږي.
نوموړي زياته كړه، چې د امريكا له خوا د اسلام د پيغمبر د سپكاوي په اړه جوړ شوى فلم دا معنا لري، چې دغه هېواد د مسلمانانو حيثيت او د اسلام ارزښت ته قايل نه دى.
د هغه په وينا، امريكا په اوسني حالت كې دې ته اړتيا لري، چې له مسلمانانو سره ښې اړيكې ولري او ورته عملونه د دې ډول اړيکو د خرابوالي لامل ګرځي.
د يادې غونډې يو بل ګډونوال او د شرعياتو پوهنځي محصل احمدجاوېد پژواك ته وويل، چې ورته عملونه په سيمه كې د ستر منفي بدلون لامل هم ګرځېدلى شي.
نوموړي زياته كړه، چې تر دې دمه د اسلام د پيغمبر د سپكاوي په اړه جوړ شوى فلم په نړيواله كچه ښې پايلې نه دي لرلې او پر وړاندې به يې نور هم غبرګونونه وښودل شي.
د هغه په وينا، له دې ډول پېښو څخه په نړيواله كچه ترهګر ناوړه ګټه اخلي، چې بايد مخنيوى يې وشي.
جاويد وويل، چې امريكا بايد د ياد فلم جوړونكي محكمه كړي، څو د نړۍ مسلمانانو ته څرګنده شي، چې دوى د اسلام ارزښتونو ته درناوى لري.
د اسلام د پيغمبر د سپكاوي په اړه د جوړ شوي فلم د غندلو په اړه د بلخ پوهنتون د محصلينو په غونډه كې لسګونو محصلينو خبرې وكړې، چې له ((زنده باد اسلام، مرګ پر امريكا)) او داسې نورو شعارونو سره بدرګه كېدې.
د يادې غونډې په پاى كې څو ماده ييز پرېكړه ليك ولوستل شو، چې په كې له افغان دولت څخه غوښتل شوي و، چې په لنډمهاله توګه دې له امريكا سره شوى ستراتيژيك تړون وځنډېږي.
په پرېكړه ليك كې راغلي و، چې د افغانستان او امريكا تر منځ په لاسليک شوي ستراتيژيك تړون كې د اسلام د مقدساتو د ساتنې او احترام يادونه شوې، خو امريكا ترې سرغړونه وكړه.
په همدې موخه غوښتل شوي، چې له امريكا سره بايد په لنډه مهاله توګه ستراتيژيك تړون تعليق اعلان شي.
همدا راز په پرېكړه ليك كې يادونه شوې وه، چې افغان دولت بايد له امريكا سره په ګډه د فلم جوړوونكو د نيولو او محاكمه كولو پر وړاندې هڅې وكړي.
د يادونې ده، چې له دې مخکې په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دا ډول لاريونونه شوي دي.