کابل) پژواک ٢٨ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د نن سهار ځانمرګی برید په کلکه وغانده.
د ولسمشر د وياندوى له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې بريد کې د درېیو ملکي وګړیو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول، چې په هغه کې اته تنه د جنوبي افریقا او یو هم د قرغزستان تبعه دی.
سرچينه ليکي ، چې په دې بريد کې یوولس نور ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي .
په خبرپاڼه کې راغلي: (( د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د آرامۍ او سوکالۍ د دښمنانو لخوا دغه ناځونمردانه تروریستي برید په کلکه وغانده او ترسره کوونکي یې د بشریت دښمنان او د انسانانو د وینو تږي وبلل.))
حامد کرزی د وژل شویو کسانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته يې د لوی خدای ( ج ) له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کړې ده .
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د دولت وسلوال مخالف حزب اسلامي ددې ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
ددې ګوند وياند انجنير هارون زرغون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ځانمرګى بريد د فاطمې په نامه يوې ٢٢ کلنې پېغلې، په امريکا کې د اسلام پر ضد د خپور شوي فلم په غبرګون کې کړى دى.
ده وويل ، چې دغه پېغله د کابل اوسېدونکې وه او په خپل موټر کې يې تر ٢٠٠ کيلو ګرامو پورې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي و.
زرغون ادعا وکړه، چې په دې بريد کې د امريکا د سفارت ١٤ کارکوونکي وژل شوي دي .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن