اسعداباد (پژواک، ٢٨ وږى ٩١): د کونړ چارواکي وايي چې د دې ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله يو ملکي وګړى ووژل شو او درې د ايتلاف ځواکونه ټپيان دي.
د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (د وږي ٢٨مه) د مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د وټه پور مرکز ته څېرمه په يوه خوړ کې پر ايتلافي ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.
نوموړي زياته کړه، دا ځانمرګى بريد هغه مهال وشو، چې بهرني ځواکونه په ياده سيمه کې د يوه استحکامي پول پر بيارغونې بوخت وو.
د ده د معلوماتو له مخې، په پېښه کې د سلطان محمد په نوم يو دوکاندار وژل شوى او زوى يې ټپي دى؛ دغه راز درې د ايساف ځواکونه هم ټپيان شوي دي.
يوه عيني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې يادې سيمې ته يوه سپين ږيري ځان ورساوه او ځان ته يې چاودنه ورکړه.
په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي دفتر ياد بريد منلى او وايي، چې په دغې پېښه کې د دوى درې سرتېري ټپيان شوي دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې بريد کې يې ١١ بهرني ځواکونه وژلي او اته نور ټپيان کړي دي.
نوموړى هم وايي، چې دا پېښه د يوه سپين ږيري سړي له لوري ترسره شوې ده.
هېره دې نه وي، چې په کونړ ولايت کې امريکايي ځواکونه مېشت دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن