ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياسي شنونکي وايي کرزي د راتلونکو ټاکنو لپاره نوي واليان وټاکل

author avatar
20 Sep 2012 - 15:14
author avatar
20 Sep 2012 - 15:14

کابل ښار (پژواک ٣٠ وږى ٩١): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي، چې ولسمشر حامد کرزي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوي واليان ټاکلي او يو شمېر نور يې د غښتلي ملاتړ له امله لرې نه کړاى شول او يواځې له يوه ولايته يې بل ته تبديل کړل.
د چارو د ادارې وياند رفېع فردوس نن په يوه خبري کنفرانس د لسو ولايتونو لپاره نوي واليان اعلان کړل.
نوموړي وويل، چې د تخار پخوانى والي عبدالجبار تقوا د کابل، جنرال محمد نعيم بلوچ د هلمند، د فارياب پخوانى والي تورن جنرال احمد فيصل بېګزاد د تخار د والي په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز سرچينې زياته کړې، چې سلطان محمد عبادي د بغلان، په ولسي جرګه کې د ننګرهار پخوانى وکيل عبدالمجيد د ميدان وردګو، محمد سرور ثبات د نيمروز او د لوګر پخوانى وکيل فضل الله مجددي د لغمان د والي په توګه ټاکل شوي دي.
د چارو اداره وايي، د لغمان والي د لوګر د نوي والي په توګه ټاکل شوى او د لوګر والي محمد طاهر صبرى يې د بادغيس د والي په توګه ګومارلى دى.
د سياسي چارو کارپوه فضل الرحمن اوريا پژواک اژانس ته وويل، چې ولسمشر حامد کرزى غواړي، د ځان په ګټه او د خپل واک د متمرکز کېدو په موخه په حکومت کې يو شمېر خلک له خپلو دندو لرې کړي.
د هغه په وينا، ولسمشر غواړي، چې حکومت ته ټول داسې خلک ننباسي، چې ده ته ژمن وي او هر څه چې دى ورته وايي، هماغه وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې حامد کرزى د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره ولسوالان، واليان او وزيران له سره ټاکي، چې يا به دى په خپله ځان کانديدوي او يا به هغه چا ته پرې کار کوي، چې د ده په خوښه کانديديږي.
اوريا وويل: ((په يوه دايره کې د محدودو کسانو بدلول رابدلول هېڅ ګټه نه لري او يو کس چې په يو ولايت کې بريالى نه وي، نو هغه څنګه کولاى شي په بل ولايت کې ښه کار وکړي.))
د افغان ملت ګوند پخواني مشر او سياسي کارپوه محمدامين واکمن هم پژواک اژانس ته وويل، چې ولسمشر کرزى غواړي د راتلونکو ټاکنو لپاره د خپلې خوښې کانديد ولري او له همدې لارې ورته کار وکړي.
د هغه په وينا، که راتلونکې ته يو ملي او صادق ولسمشر راځي، نو حامد کرزى به خامخا د محاکمې مېز ته راکاږي او له همدې امله ولسمشر کرزى په وېره کې دى.
نوموړي زياته کړه، چې کرزى غواړي، يواځې يو څو جهادي ګوندونه خوشاله وساتي او له همدې لارې خپل واک او د خوندي راتلونکي ضمانت ترلاسه کړي.
واکمن وويل، چې حامد کرزى او اوسنى افغان حکومت کومه پاليسي او توانايي نه لري او نه هم خپل دوست او دښمن پېژني او ولسمشر په اوس وخت کې يواځې خپلې ورځې تکميلوي.
خو د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار بيا وايي، چې په يو شمېر ولايتونو کې د پخوا په پرتله د ګوښه شوو واليانو په ورتګ نا امني ډېره شوې وه او ولسمشر د تشې د ډکېدو په موخه دغه کار ترسره کړ.
د هغه په وينا، په ډېرو ولايتونو کې خلک له واليانو په تنګ شوي وو او نه يې غوښتل، چې نور پرې تحميل شي او ولسمشر همدې ستونزو ته په کتو نوي بدلونونه رامنځ ته کړل.
نوموړي زياته کړه، ولسمشر حامد کرزي، چې څنګه ژمنه کړې وه، چې په حکومت کې به تغييرات رامنځ ته کوي، په هماغه ډول يې وکړل او دا لړۍ لا روانه ده.
حقيار وويل: ((خو اوس هغه واليان په کورونو کېنول شوي، چې تنظيمي او سمتي ملاتړ يې نه درلود او هغوى يا پر ځاى پاتې شوي او يا بل ولايت ته تبديل شوي، چې تنظيمي او سمتي ملاتړ يې درلود.))
د ده په خبره، دا به وروسته ثابته شي، چې ولسمشر په رښتيا هم دغه کار د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره کړى او که رښتيا هم مثبت بدلون ته ژمن دى.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.