ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيويارک کې د پاکستان، افغانستان او انګلستان درې اړخيزه غونډه جوړېږي

نيويارک کې د پاکستان، افغانستان او انګلستان درې اړخيزه غونډه جوړېږي

author avatar
20 Sep 2012 - 17:45
نيويارک کې د پاکستان، افغانستان او انګلستان درې اړخيزه غونډه جوړېږي
author avatar
20 Sep 2012 - 17:45

کابل (پژواک٣٠وږى٩١) : ټاکل شوې ده، چې راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې په څنډه کې د پاکستان، افغانستان او بريتانيا ترمنځ درې اړخيزه ناسته ترسره شي.

دغه څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند فرامرز تمنا نن د( وږي په ٣٠مه) په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه ، چې د تلې په شپږمه ( دستمبر په ٢٦مه) کېدونکې دې ناسته کې به د حکومتونو د مشرانو په کچه چارواکي ګډون کوي.

نوموړي وويل، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان د رول په اړه خبرې وشي.  

که څه هم فرامرز تمنا په دې اړه نور معلومات ورنکړل.

ديادونې وړ ده، چې د روان لمريز کال دچنګاښ په ٢٩مه،په کابل کې د افغانستان، پاکستان او انګلستان د مشرانو په درې اړخيزه غونډه کې هوکړه شوې وه، چې دسولې پروسې پرمختګ لپاره به درې واړه هېوادونه کمېسيون جوړوي.

خو ددوو مياشتو له تېرېدو سره سره هم  تراوسه يادو هېوادونو په دې برخه کې کوم ځانګړي اقدامات نه دي کړي.

دولت ته يوې نږدې سرچينې پژواک ته وويل، چې پاکستان په دې کار کې علاقمندي نه ښيي او نه تر اوسه ددې درې اړخيزه کمېسيون لپاره کومه اېجنډا جوړه شوې ده.

سرچينه زياتوي ، چې د افغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي څو ورځې مخکې اسلام اباد ته د سفر پر مهال په دې اړه له پاکستاني چارواکيو سره خبرې کړي او د پاکستان ولسمشر زرداري ته يې بلنه ورکړې، چې د نيويارک په درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال که څه هم د نيويارک ددرې اړخيزې غونډې د اېجنډا په اړه څه ونه ويل، خو يادې سرچينې وويل چې په دې کې به دسولې د پروسې پر پرمختګ او  پر کونړ د پاکستانيو بريدونو په اړه به ځانګړې خبرې  وشي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي،چې په پام ده کې د روانې مياشتې په وروستيو کې د امريکا په متحدو ايالتونو کې د ستراتيژيکو اړيکو د تړون د پلي کولو د کمېسيون غونډه جوړه شي.

د هغه په وينا، په دغه غونډه کې به چې له دواړو لورو به يې د بهرنيو چارو وزيران مشري کوي، د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي همکارۍ پر سر د خبرو د پيل په اړه هم پرېکړه وشي.

فرامرز تمنا دغه راز وويل ، چې د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول به د روانې سپتمبر مياشتې په شلمه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې پر کونړ او نورو ختيځو ولايتونو د پاکستان له لوري د راکټي بريدونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړي.

هغه زياتوي ، چې د بهرنيو چارو وزير به د دواړو هيوادونو پر اړيکو، په سيمه کې په سوله او  ثبات، د ” ترهګرۍ ” پر پراختيا او د دغو بريدونو د منفي اغېز په اړه خبرې وکړي او په دې اړه به د افغانستان ژوره اندېښنه څرګنده کړي.

افغان امنيتي چارواکي وايي، چې له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې د پاکستان له لوري پر کونړ او يو شمير نورو ولايتونو زرګونه توغندي توغول شوي، چې د سيمې اوسېدونکو ته يې د ځاني زيانونو ترڅنګ مالي زيانونه هم اړولي دي.

 افغان دولت د پاکستان پوځ په دغو بريدونو کې ښکيل بولي،خو پاکستان وايي دوى د وسلوالو د بريدونو په ځواب کې کله، ناکله راکټي بريدونه کوي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.