مزارشريف (پژواک ٦ تله ٩١): په هېواد كې د سولې په روانه پروسه كې د ښځو د ونډې په اړه د شمال زون په كچه د خبرو اترو كنفرانس پيل شو.
ياد كنفرانس د تلې په ۶مه د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې جوړ شوى، چې د شمال زون له نهو ولايتونو څخه په كې د سولې د عالي شورا استازو، د ښځو د حقوقو ملاتړو، د مدني ټولنو استازو او يو شمېر دولتي چارواكو برخه اخيستې ده.
په شمال زون كې د بشري حقونو او د مدنې ټولنې د موسسې مشر محمدنعيم نظري د دغه كنفرانس د پرانيستې په وينا كې وويل، چې ياد كنفرانس د ټول هېواد په کچه د سولې په روانه پروسه كې د ښځو د ونډې په اړه د خبرو اترو لومړۍ كړۍ ده.
نوموړي زياته كړه، چې د همدغه كنفرانس په لړ كې به په ګروپي توګه د سولې د روانې پروسې لپاره د داسې لارو چارو د موندنې هڅې وشي، چې د ښځو حقونه په كې خوندي پاتې وي.
د هغه په وينا، د ننني كنفرانس ګډون كوونكي به د ګروپي كار په ترڅ كې د سولې پر روانه پروسه كې د ښځو د حقونو په اړه خپل نظرونه سره شريك کړي او په ليكلي بڼه به يې وړاندې كړي.
د کنفرانس يوې ګډونواله او د سولې د عالي شورا د ښځو د كمېټې غړې او په ولسي جرګې كې د بلخ د خلكو استازې مېرمن ګلالۍ نور ساپۍ پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د سولې په روانه پروسه كې د ښځو ونډه حتمي ده.
نوموړې زياته كړه، چې كه څه هم تر دې دمه د دولت مخالفو وسلوالو د ښځو د حقونو په اړه كومه د اندېښنې وړ خبره نه ده كړې، خو بيا هم وېره شته، چې د سولې په روانه پروسه كې د ښځو حقوق زيانمن نه شي.
د هغې په وينا، تمه لري چې دغه ډول ملي كنفرانسونه به د سولې په روانه پروسه كې د ښځو له حقونو د ښه تصوير وړاندې كولو لپاره ښه طرحه برابره كړاى شي.
همداراز د ياد كنفرانس ګډون كوونكې او د بغلان ولايت د اطلاعات او کلتور رييسې شكريې پژواك اژانس ته وويل، چې كه مېرمنو ته لار پرانيستل شي نو د سولې په روانه پروسه كې به مهمې كړنې ترسره كړاى شي.
نوموړې زياته كړه: ((ښځې د دولت د مخالفو وسلوالو كورنيو ته په اسانه لار پيدا كولى شي، چې له لارې يې د سړيو د پوهاوي لپاره ښه چانس پيدا كېدى شي، چې له جګړې لاس پر سر شي.))
د هغه په وينا، ښځه د مور په توګه د خپلې كورنۍ د سمې روزنې له لارې په ټولنه كې د روڼ اندو او نېكو ځوانانو پر وړاندې كولو د روڼ راتلونكي لپاره لارې پرانيستى شي.
د بلخ د والي مرستيال محمد ظاهر وحدت، چې په ياد كنفرانس كې يې ونډه لرله، د خپلو خبرو په ترڅ كې له دغه كنفرانسه ملاتړ وكړ.
نوموړي په هېواد كې د ښځو ژوند لا هم له ګواښ سره مخ وباله او زياته يې كړه ، چې يوازې د سولې په روانه پروسه نه بلكې كه د ژوند په هر اړخ كې د اسلام په چوكاټ او د قران په حدودو كې ښځې ته حق وركړل شي نو هېڅ ستونزه به نه وي.
د شمال زون د بشري حقونو او د مدني ټولنې د موسسې مشر محمد نعيم نظري وويل، چې د ټول هېواد په زونونو كې به ورته كنفرانسونه جوړيږي، چې په پاى كې به يې طرحې د يو ستر كنفرانس له لارې په كابل كې له رسينو او دولت سره شريكېږي، چې د سولې په روانه پروسه كې به د ښځو د حقونو ملاتړ كوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن