Language

د غزني د اب بند ولسوال د سختو ټپونو له امله ومړ

غزني ښار(پژواک ۱۵ تله ۹۱): د غزني د اب بند ولسوالۍ ولسوال عبدالمتين چې تېره اوونۍ د ماين په يوه چاودنه کې ټپي شوى و، د سختونو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د نوموړي پر موټر يوه اوونۍ وړاندې د اب بند ولسوالۍ د سرفراز کلا په سيمه کې د ماين چاودنه شوې وه، چې له امله يې ولسوال له دوو ساتونکو سره ټپي او دوه پوليس وژل شوي وو.

د  غزني والي موسى خان اکبر زاده وايي، چې په ياده چاودنه کې ولسوال سخت ټپي او يو لاس يې هم پرې شوى و.

والي د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولسوال عبدالمتين نن د کابل  د سردار محمد داوود خان په ٤٠٠ بستريز روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

اب بند ولسوالۍ د غزني يوه له نا امنو ولسواليو ګڼل کېږي.

Related Topics