ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو نوى موندل شوى لرغونى اثر د خوست موزيم ته وسپارل شو

يو نوى موندل شوى لرغونى اثر د خوست موزيم ته وسپارل شو

author avatar
6 Oct 2012 - 16:18
يو نوى موندل شوى لرغونى اثر د خوست موزيم ته وسپارل شو
author avatar
6 Oct 2012 - 16:18

خوست ښار (پژواک ١٥ تله ٩١): د خوست د سپېرې ولسوالۍ يوه قومي مشر په همدې ولسوالۍ کې يو لرغونى اثر موندلى و، چې د خوست موزيم ته يې وسپاره.

د خوست د سپېرې ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي علي خان يو لرغونى اثر، چې د سپېرې ولسوالۍ د سورکخ په سيمه کې يې موندلى و، د خوست والي ته وسپاره او هغه نن (د تلې ١٥مه) د اطلاعاتو او کلتور رياست موزيم ته وسپاره.

په دغو مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي له ياد قومي مشر څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې لرغوني اثار د هېواد ملي شتمنۍ بلل کېږي او په تاريخي لحاظ د يوه هېواد د هويت او تاريخ ژورې ريښې په ډاګه کوي.

د هغه په وينا، افغانستان د ټولو ګډ کور دى، هر هغه څوک چې تاريخي اثار لري بايد په ملي مسووليت سره يې د ساتنې په موخه ملي موزيمونو ته وسپاري.

نوموړي له خوست مېشتو وغوښتل، چې که چېرې په خپلو کورونو کې تاريخي اثار لري، بايد د خوست ملي موزيم ته يې وسپاري.

افغان لرغونپوه او د شېخ زايد پوهنتون رييس پوهندوى رسول محمد باوري د دغه اثر په اړه وويل، چې د لرغون پېژندنې د يوه اصل پر اساس، د لرغونو اثارو د پېژندلو په تړاو هېڅ احتمال د ردولو وړ نه دى او هغه احتمال، چې يقين ته نږدې وي بايد تر څېړنې لاندې ونيول شي.

د هغه په وينا، د دغه اثر په تړاو دوه احتماله شته، لومړى دا چې دغه لرغونى اثر د اوبو د حيوان فوسيل دى، چې له ١٥٠٠٠ کاله وړاندې زمانې سره تړاو لري، چې هغه وخت د ميزولتيک يا د ډبرې د منځنۍ دورې په نوم ياديږي.

د باوري په خبره، د دغه ډول اثارو بېلګې د خوست په ګاونډويو سيمو، په ځانګړې توګه د غزنې په ناور ولسوالۍ کې ليدل شوې او د دې مانا ورکوي، چې دلته به يو وخت زياتې ژورې اوبه وې او لوى جمعيت به مېشت و.

نوموړى وايي، دويم احتمال دا څرګندوي، چې دغه اثر په غالب ګومان فګورين يا اناهيتا دى، چې دوه زره کاله تاريخ لري او له بودايي دورې څخه راپاتې دى.

باوري زياتوي: ((د لرغون پېژندنې د دغه اصل په اساس چې هر اثر بايد د چاپېريال تر مطالعې وروسته تر معاينې لاندې ونيول شي، دا به تر لابراتواري معاينې وروسته په ډاګه شي او له پورتنيو دوو احتمالاتو څخه به يو د دغه لرغوني اثر اصلي تاريخ په ډاګه کړي.))

دغه اثر په داسې حال کې موزيم ته سپارل کېږي، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر خلکو ځيني لرغوني اثار د خوست موزيم ته سپارلي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.