Language

دوه ماشومان د وسلوالو په بريد کې ووژل شول

غزني ښار (پژواک ۱۶ تله ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې وسلوالو په غزني ښار کې د ښاروالۍ د يوه ساتونکي پر کور بريد کړى او دوه ماشومان يې وژلي دي.

د غزني د ملي امنيت رييس سيد امير شاه سادات د تلې په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د غزني ښار اړوند د حکيم صاحب په سيمه کې، چې د ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ ته په څو مترۍ کې موقيعت لري،وسلوالو طالبانو د ښاروالۍ د يوه پوليس سرتېري پر کور بريد کړى دى.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ياد سرتېري يو ۱۴ کلن زوى او اته کلنه لور وژل شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په ياد بريد کې په خپله پوليس ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي ضياالله پژواک اژانس ته وويل: ((زه دلته ولاړ وم، چې دغه پوليس کور ته راغى او چې دروازې ته را ورسېد، زوى يې ورته راغى او له ده نه يې د هغه شخصي موټر واخيست او خپله خور يې هم په کې کېنوله.))

د هغه په وينا، کله چې پوليس کور ته ننوت او زوى يې غوښتل د پلار موټر سراى ته ننباسي، چې پر موټرسايکل دوه کسه راغلل او په دغو ماشومانو يې ډزې وکړې او وتښتېدل.

په غزني کې د عامې روغتيا مسوولين هم وايي، چې دوى ته تېره شپه ناوخته دوه د ماشومانو مړي له يادې پېښې ور وړل شوي دي.

د دې پېښې په اړه وسلوالو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، دا څووم ځل دى، چې وسلوال طالبان د ښار په منځ کې پر پوليسو بريدونه کوي او په تېښته بريالي کېږي.