ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ بورډ دوو مهمو چارواکو استعفا وکړه

د کرکټ بورډ دوو مهمو چارواکو استعفا وکړه

author avatar
8 Oct 2012 - 12:35
د کرکټ بورډ دوو مهمو چارواکو استعفا وکړه
author avatar
8 Oct 2012 - 12:35

کابل  (پژواک ١٧ تله ٩١): د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي  رييس ډاکټر حامد شينواري او مرستيال يې نسيم  الله دانش له خپلو د ندو استعفا ورکړه.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دواړو چارواکو خپلې استعفاوې  سلاکار وزير او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود  ته سپارلي او د  هغوى له لوري منل شوې دي.

سرچينې زياته کړې، چې د  افغانستان د کرکټ بورډ  اجرائيوي رياست لپاره به ډېر ژر نوى کس د ازادې سيالۍ له لارې وټاکل شي.

د وفا په وينا، د کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو د څانګې مدير بشير ستانکزی د نوي اجرائيوي رييس تر ټاکل کېدو پورې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

بشير ستانکزي پژواک اژانس ته وويل، دى به هڅه وکړي، هغه پلانونه پلي کړي، چې په هېواد کې د کرکټ لوبې د پرمختګ او ودې لپاره په پام کې نيول شوي دي.

د هغه په وينا، د دوى په لومړيتوبونو کې د کرکټ د ملي لوبډلو پياوړي کول دي، څو وکولى شي د ٢٠١٤ کال شل اووريز او په ٢٠١٥ کال کې پنځوس اووريز نړيوال جام ته لاره پيدا کړي.

د کرکټ د چارو يوه کارپوه او د لوبې رونيزې موسسې مسوول رحيم ګل څاروان وايي، چې يادو چارواکو بې وخته استعفا ورکړې ده.

هغه زياته کړه، چې نسيم الله  دانش او ډاکټر حامد شينواري په خپلو وختونو کې د کرکټ لپاره ښه خدمتونه کړي او د دوى په دوره کې کرکټ ډېر پرمختګ کړى دى.

د نوموړي په وينا، په ياده اداره کې اصلي ستونزه د کرکټ د وخت د عمومي مشر (زاخېلوال) او يادو چارواکو ترمنځ وه؛ ځکه چې د هر چا دندې يې مشخص کړې نه وې.

د نوموړي په وينا، د کرکټ نوي مشر سلاکار وزير شهزاده مسعود بايد يادو کسانو ته نور هم چانس ورکړي واى او وروسته به يې د برخليک په اړه پرېکړه کړې واى.

د يادونې ده، چې درې کاله مخکې د افغانستان د کرکټ بورډ تر رامنځته کېدو وروسته ډاکټر حامد شينوارى د اجرائيوي رييس په توګه وټاکل شو، خو تر نهو مياشتو وروسته هغه دنده پرېښوده او نسيم ا لله دانش يې ځاى ناستى وټاکل شو.

څو مياشتې مخکې ډاکټر عمر زاخېلوال نسيم الله دانش د مرستيال په توګه وټاکه او ډاکټر حامد شينوارى يې يو ځل بيا د اجرائيوي رييس په توګه وګوماره.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.