لښكرګاه (پژواك ۱۸ تله ۹۱): د هلمند لسګونه ځوانانو، فرهنګيانو، خبريالانو او د ولايتي شورا غړو د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ كې په كابل كې د ښووني او روزنې پوهنتون د استاد رباني په نوم له نومولو سره مخالفت وښود.
پخوانى ولسمشر، د سولې د عالي شورا رييس او د جمعيت اسلامي ګوند مشر برهان الدين رباني تېر کال د وږي په ٢٩مه د کابل ښار په وزير محمداکبرخان سيمه کې په خپل کور کې په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون تېره اوونۍ د وزيرانو شورا په غوښتنه او د ولسمشر حامد کرزي د ځانګړي فرمان له مخې، د استاد برهان الدين رباني په نوم ونومول شو.
خو په دغه کار سره په تېرو څو ورځو کې لسګونو محصلينو پر لاريونونو لاس پورې کړ، د دې پرېکړې د بدلون غوښتنه يې وکړه او ګواښ يې وکړ، چې که غوښتنه يې ونه منل شي، خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.
پرون هم په دې اړه د ياد پوهنتون مخې ته ګڼ شمېر محصلينو لاريون وکړ او هڅه يې کوله، چې د پوهنتون نوې لوحه راکوزه کړي، خو پوليسو يې مخه ونيوه او ترمنځ يې اخ ډب هم رامنځ ته شو، يو شمېر محصلين ټپيان شول او څو تنه پوليسو ونيول.
يادو كسانو نن (د تلې ١٨مه) په خپله غونډه کې دغه راز تېره ورځ په كابل كې د هغه لاريون كوونكو ننګه هم وكړه، چې د پوليسو له خوا تر وهلو او ټكولو وروسته بنديان شول.
په دې غونډه كې د هلمند د ولايتي شورا غړي عبدالله جان وويل: ((موږ هېڅكله د پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو دې ته ورته بنسټونو باندې د اشخاصو نومونه اېښودل نه شو منلى او له ولسمشر څخه له همدې امله غواړو، چې له دې پرېكړې څخه تېر شي.))
نوموړي زياته كړه، هغه محصلين چې د پوهنتون له نومولو سره يې په مخالفت لاريون كړى او د پوليسو له خوا ورسره بد چلند شوى، هغه ملي پوليس نه، بلكې د ټوپك سالارانو ځانګړي كسان دي.
د ده په وينا، هغه تصويرونه او ويډيوګانې، چې دوى وليدې، د زغملو نه دي، ملي پوليس هېڅکله هم له لاريون كوونكو او په ځانګړي توګه له محصلينو سره دا ډول چلند نه كوي.
د انجنير حبيب شاه تړون په نوم يو تن د سولې شورا له مشر صلاح الدين رباني وغوښتل، چې د ښوونې او روزنې پوهنتون د خپل پلار له نومولو تېر شي او دا ستونزه دې هواره کړي.
نوموړي زياته کړه: ((دا چې صلاح الدين رباني د سولې شورا رييس دى، له همدې امله دې دا ستونزه په سوله ييز ډول هواره كړي، كنه بيا نوموړى د سولې نه، بلكې د جنګ او د ستونزو د راپورته كولو رييس دى.))
په غونډه کې د جان محمد شېرزاد په نوم يوه ځوان وويل، چې د استاد رباني پخوانۍ كړنې ټولو افغانانو ته څرګندې دي او له همدې امله ورسره خلک مينه نه لري.
نوموړي زياته كړه: ((زه چارواكو ته حيران يم، چې ولې په دې ډول كړنو لاس پورې كوي؟ چې بيا د خلكو او قومونو تر منځ د بې اتفاقۍ سبب كېږي.))
په لښكرګاه كې د سباوون ټلويزيون مسوول بريالي هلمند هم له ولسمشر كرزي او د ولسي جرګې له غړو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې دا ستونزه د محصلينو په خوښه هواره كړي، کنه د لاريونونو لړۍ به ولايتونو ته هم ورسيږي.